په سورئې کې د امریکاغیرقانوني شتون د ناکراریواصلی سرچینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135126-په_سورئې_کې_د_امریکاغیرقانوني_شتون_د_ناکراریواصلی_سرچینه_ده
په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمي استازي  ووئيل،  په سورئې کې دا مریکائي عسکرو پشمول د بهرنیو عسکرو غیر قانوني شتون  په دغه هیواد کې د ناکراریو او بې ثباتیو  اصلي سرچینه دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 30, 2023 10:14 Asia/Kabul

په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمي استازي  ووئيل،  په سورئې کې دا مریکائي عسکرو پشمول د بهرنیو عسکرو غیر قانوني شتون  په دغه هیواد کې د ناکراریو او بې ثباتیو  اصلي سرچینه دي.

ایران پریس  خبری آژانس راپور  ورکړ، په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمی استازي امیر سعید ایرواني د روسیې د  انسان دوستۍ او سیاسی بدلونونو په باب  د امنیت شورا په بیګانۍ ناستې کې په سورئې کې  دانساني وضعیهټ په باب دملګروملتو د سرمنشي  وروستي راپور ته په اشارې سره  ووئيل،  ددغه راپور په اساس،یو اړخیزو بندیزونو  په سورئې کې  حیاتي خدماتو ته  لاس رسی او د انسان دوستۍ مرستې له مشکلاتو سره مخ کړي دي  او  د بشر  دوستانه  معافیّتونه یوه غیر عملی او ناکاره ادعا ده.

سعید ایرواني  ټينګار وکړ، د انسان د وستۍ مرستو وړاندې کولباید  له انساني اصولوپه اساس بې شرطه ،بې پلوه  اوا له کوم توپیر پرته ترسره شي او سیاسی ملاحظات  باید  اړمنو ته د مرستو رسونې د وړاندې کولو خنډ نشي.

په ملګروملتو کې د ایران سفیر ددې خبرې په کولو سره چې  ایران  په سورئې کې  دتل پاتې او اوږمهاله عادي حالاتو ته درسیدا لپاره  دآستانې د خبرواترو  په بهیر کې له خپلو شریکانو سره ملګرتیا ته ژمن دی ووئیل، په قزاقستان کې د آستانې په وروستۍ ناستې کې ،د آستانې  د  بهیر د ضامنو هیوادونو په توګه د ایران ،روسیې او ترکیې استازو،  خپل هیواد ته د سوریاوالو  پناه غواړو او کډوالو  په عزت، امنیت او خپلې خوښې ستنیدا  دآسانتیاؤ پر  اهمیّت ټينګار  کړی دی .

 

په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازي  دې ته په اشارې سره چې  له ترهه ګرۍ سره مبارزه باید دسورئې د ملی حاکمیّت  او مځکنۍ بشپړتیا ته په بشپړ احترام سره  ترسره شي، روښانه کړه،په سورئې کې د  امریکائي پوځیانو پشمول دبهرنیو عسکرو غیر قانوني شتون د ملګروملتو د منشور  او د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي  اوپه دغه هیواد کې د ناکراریو او بې ثباتیو  اصلی سرچینه دي  .امنیت شورا باید خپل دوه ګوڼی سټینډرډ پریږدي او  د سورې دحکومت او ولس په ضد غیر قانوني او دنړیوالو قوانینو خلاف کیدونکي حملې او اقداماتو مخه دې ونیسي.