عربان دې دصهیونیسټي رژيم دجنایتونوپه وړاندې قاطع دریځ ولري
(last modified Wed, 05 Jul 2023 02:01:07 GMT )
Jul 05, 2023 06:31 Asia/Kabul
  • عربان دې دصهیونیسټي رژيم دجنایتونوپه وړاندې قاطع دریځ ولري

د یمن دانصار ا....غورځنګ  عمومی منشي  د اردن سین  په لویدیځي غاړې کې  دجنین په ښار اوکیمپ باندې د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په باب  ووئيل،  عربی او اسلامی هیوادونه او یمن  د اسلام د امت په توګه  د  فلسطین په وړاندې  دیني او اخلاقي مسئولیّت لري  او  د صهونیسټانو د جنایتونو په وړاندې له فلسطینه  د ملاتړ دنده پر اوږو لري.

د یمن د انصارا.. ولسی غورځنګ عمومی منشي عبدالمالک بدرالدین الحوثي ددې خبرې په کولو سره چې د هغو جنایتونو په وړاندې د عربانو دریځ چې  په فلسطین کې رامینځةکیږي،  ددغو جنایتونو  تر حد او اندازې پورې نه  دی، ټينګار وکړ، د صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په وړاندې  دعربانو دریځ باید پریکنده وي.

 ایرنا خبری  آژانس راپور و رکړ ،د یمن دانصار ا....غورځنګ  عمومی منشي  د اردن سین  په لویدیځي غاړې کې  دجنین په ښار اوکیمپ باندې د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په باب  ووئيل،  عربی او اسلامی هیوادونه او یمن  د اسلام د امت په توګه  د  فلسطین په وړاندې  دیني او اخلاقي مسئولیّت لري  او  د صهونیسټانو د جنایتونو په وړاندې له فلسطینه  د ملاتړ دنده پر اوږو لري.

هغه په جنین کې دبشپړ سنبال صهیونیسټي وحشي پوځیانو  په مقابل کې د فلسطینیانو  میړني مقاومت ته په اشارې سره  هم روښانه کړه ،د لویدیځي غاړې ، جنین، غزې  او په درستو نیواکي ټاټوبو کې  دفلسطین دم لت سرښیندنې  د ستاینې او قدرونې وړ دي . الحوثي زیاته کړه ، د فلسطین  دملت سرښیندنې او  مجاهدتونه  به دخدای په مهربانۍ سره  بریالي وي او دا دمونږ ټولو مسئولیت دی چې  په هرډول ملاتړ سره د دوي ترڅنګ ووسو.