اسرائیلو په ترکیې کښې د ایران پرضد جاسوسۍ کړي ده
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د ترکیې په استانبول کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې «موساد» د جاسوسۍ د دوسیې نوي جزیات ایشوا شول.
د ترکیې« سټار» خبري سایټ د دغه هیواد د جاسوسۍ ادارې په قول په استانبول کښې د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې موساد د غړیو په هکله د تحقیقاتو د بشپړیدا خبر ورکړ او ویې لیکل د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې یوه اصلي عامل «سلجوق کوچوک کایا» د خصوصي کارپوه په نوم سره د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ ادارې موساد لپاره کار کاوه چې په استانبول کښې د ترکیې د جاسوسۍ ادارې لخوا په یولړ عملیاتو کښې ونیول شو.
د ترکیې « سټار » خبري سایټ زیاته کړه د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد د اولسو تورنو کسانو لپاره اپیل صادر شوی چې شپږو کسانو ته د استانبول د لوې څارنوال لخوا د پوځي او د سیاسي جاسوسۍ په تور پینځلس کاله د زندان سزا اعلان شوي ده.