د فلسطین جهادِ اسلامي د یو نوي توغندي مخ کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139482-د_فلسطین_جهادِ_اسلامي_د_یو_نوي_توغندي_مخ_کتنه_وکړه
د فلسطین اسلامي جهاد، د دغه غورځنګ د جوړیدو د شپږ دیرشمې کلیزې په دستورو کښې د یو نوي توغندي مخ کتنه وکړه.
(last modified 2023-10-04T23:37:47+00:00 )
Oct 05, 2023 03:52 Asia/Kabul
  • د فلسطین جهادِ اسلامي د یو نوي توغندي مخ کتنه وکړه

د فلسطین اسلامي جهاد، د دغه غورځنګ د جوړیدو د شپږ دیرشمې کلیزې په دستورو کښې د یو نوي توغندي مخ کتنه وکړه.

د فلسطین جهادِ اسلامي غورځنګ پرون د خپلې جوړیدنې د ۳۶کلیزې په مناسبت په غزه کښې د خپلو مختلفو پوځي یونټونو په شتون سره یو پرتمین پریډ ترسره کړ.

ایرنا د فلسطیني سرچینو په حواله لیکلي دې، د دغه توغندي نوم چې پرون په غزه کښې د اسلامي جهاد غورځنګ د ځواکونو په پریډ کښې نندارې ته وړاندې شو، نه دی اعلان شوی خو د نوم پر ځاې پرې درې سوالیه نښې ولیدې شوې.

د صهیونیسټي رژيم رسنیو هم وویل چې جهادِ اسلامي غورځنګ د یو دروند او لرواټنه نوي توغندي مخ کتنه کړې ده خو د هغ نوم یې تراوسه نه دی اعلان کړی.

د جهادِ اسلامي غورځڼګ د جوړیدو د شپږدیرشمې کلیزې په مناسبت ترسره شوي پریډ کښې مختلف نظامي تجهیزات لکه ډول ډول وسلې، توغندي، بې پایلټه الوتکې او ګاډي نندارې ته وړاندې شول.