د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکا د ملاتړ دوام
(last modified Tue, 24 Oct 2023 10:21:48 GMT )
Oct 24, 2023 14:51 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکا د ملاتړ دوام

د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل څخه د ۱۷  ورځو په تېرېدو او په غبرګون کې یې د غزې پر تړانګه د صهیونیسټي رژیم د بې ساري بمبارۍ له امله چې په زرګونه فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول، مګر امریکا د دغه رژیم د ستراتیژیک متحد په توګه، د دغو جنایتکارو اقداماتوته په پوره بې غورۍ سره، د ځان د دفاع په پلمه د اسرائیلو د جنایتونو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار کوي.

په دې لړ کې امریکا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا په یوه ګډه اعلامیه کې له اسرائیلو او د ځان د دفاع له حقه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې لیکلي: "اسرائیل د ځان د دفاع حق لري. "موږ باید ډاده و اوسو چې دوی هر هغه څه چې نن او تل د خپلو خلکو د ساتنې لپاره ورته اړتیا لري، په واک کې لري.

بایډن د صهیونیسټي رژیم له وحشیانه او غیر انساني اقداماتو څخه په داسې حال کې دفاع کوي، چې دغه رژیم د غزې په تړانګه کې په خپلو ورځنیو بمباریو سره، نه یوازې د فلسطینیانو کورونه په نښه کوي، بلکې جوماتونه، روغتونونه او حتی د ارتودکس کلیسا په څېر ځایونه هم په نښه کوي او هره ورځ د فلسطیني شهیدانو او زخمیانو په ځانګړې توګه د ماشومانو زړه دردوونکي تصویرونه خپرېږي، چې د هر با احساسه انسان زړه دردوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د الاقصی د توفان عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۴۷۴۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۵۸۹۸ تنه ټپیان شوي دي. د غزې د شهیدانو ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي. همداشان د ملګروملتونو د شمېرو له مخې د غزې د تړانګې څه دپاسه شپېته سلنه وګړي د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له امله بې ځایه شوي دي.

البته، د واشنګټن ملاتړ یوازې په سیاسي ملاتړ پورې محدود نه دی، بلکې امریکا هره ورځ دغه رژیم ته په زیاتې اندازې د « جیدم » لارښود بمونو په استولو سره، چې د صهیونیسټي هوایي ځواک له خوا د غزې د خلکو د بمبارولو لپاره کارول کېږي، استولي دي.

له بلې خوا، امریکا تر اوسه په امنیت شورا کې د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د روسیې او برازیل دوه وړاندیزونه ویټو کړي او د دوی د تصویب مخه یې نیولې.

په دې مسوده کې امریکا په غزه کې د اوربند یا بشردوستانه اوربند غوښتنې په لټه کې نه دی او په هغې کې د حماس له خوا د الاقصی طوفان عملیات د یوه تروریستي برید په توګه وړاندې شوي او واشنګټن پر حزب الله او د مقاومت پر ډلو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې. د بایډن حکومت د دغه پریکړه لیک په وړاندې کولو سره، په حقیقت کې خپل ریښتینی نیت، چې د امکان تر حده د فلسطینیانو وژل دي، د اوربند په مخالفت او د ځان د دفاع په پلمه د اسرائیلو د هر ډول بشر ضد او جنایتکارانه کړنو ملاتړ کوي.

ټیګونه