حزب الله دغزې ددفاع لپاره د مقاومتي جنګ په ډګرکې دی
(last modified Wed, 25 Oct 2023 01:55:25 GMT )
Oct 25, 2023 06:25 Asia/Kabul
  • حزب الله دغزې ددفاع لپاره د مقاومتي جنګ په ډګرکې دی

د لبنان دحزب ا... غورځنګ د عمومی  منشي مرستیال  شیخ نعیم قاسم  ووئیل،  له نیواکګرو وحشیانو سره دډغزې  او دغزې ددفاع  او په فلسطین ،لبنان او سیمې باندې د دوي له تیریو سره مخامخیدا لپاهر د مقاومتي جنګ په زړه کې شتون لري او په هغه اندازه چې  د لازمې ډغرې  لپاره لازم دي ، ګوته ئې په ټریګر کیښودلې ده .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ هغو څرګندونو کې چې په ټولنیزو چینلونو کې خپرې شوي ،ووئیل،  په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم  تیري نه یوازې  جنګ دی،بلکې دعامو خلکو ،ماشومانو ،ښځو عامه وژله او د همداراز د کورونو اوبیخ بینائي تاسیساتو په کنډوالو بدلول دي. له دې امله  نه یوازې صهیونیسټي رژيم بلکې امریکا اواروپائي هیوادونه هم په دې زمینې کې مسئول دي.

د حزب ا... غورځنګ دغه لوړپوړي مقام ټينګار وکړ،د طوفان الاقصی نومې ناڅاپی عملیات د صهیونیسټي تیریګر رژيم او ددغه وحشي رژيم له وحشیتوب او جنایتونو څخه د امریکا او اروپا د پشتیبانۍ  لپاره د نه هیریدونکي ماتې سبب شوي دي او دغه راز دغه سخت ګوزار د ټولو لپاره یوه نه هیریدونکي پښه ده .

داپه داسې حال کې دي چې  ځینی عرب هیوادونه له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو په لومې کې ښکیل شوي او له دغه  ماشوم وژونکي رژيم سره د اړیکو درلودل  ئې پخپلو ایجنډاؤ کې راوستي دي چې باید د غزې له مظلوم ولس سره ددغه وحشي رژیم په څاروي ډوله  چلندونو سره باید دوي له دغې لارې بیرته وګرځي او خپل انساني او اسلامی مسئولیّتونه دې وپيژني.