فلسطین په سیاست او میدان کښې مقابله کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل د فلسطین مقاومت د میدان او د سیاست په دوو ډګرونو کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ دښمن له تیریو سره د مقابلې په حال کښې دی.
هغه پرون وویل له خپل ملت څخه په اتلواله مقاومت او له ټولو اړطونده لورو سره د سیاسي هڅو له لارې ملاتړ کوو.
اسماعیل هنیه ټینګار وکړ له ټولو لارو د د ښمن د پلانونو له ماتي سره د مخامخ کولو لپاره استفاده کوو.
بل خبر دا چې د امریکا خپلواکه سناتور برني سینډرز په یوې مرکې کښې په صهیونیسټ رژيم غږ وکړ چې په غزې تړانګه کښې د بې ګناه خلکو ړندې وژلې بند کړي.
هغه وویل هغه شی چې همدا اوس یې وینو په موډرن تاریخ کښې تر ټولو ویرونکي شیبې دي.
د امریکا سناتور برني سینډر په دغه مرکه کښې هغه څه ته په اشارې سره چې د ځان په دفاع کولو کښې د صهیونیسټ رژیم ادعايي حق یې وباله وویل دا خبره چې اسرائیل د کډوالو خلکو په کیمپونو بمبارې کوي او په زرګونو ښځې او سړي وژني دا ډول د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده او د نه منلو وړ چاره ده.