په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶ صهیونیسټانو په هلاکت رسېدل
د صهیونیسټي رژیم پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په وروستیو ورځو کې له فلسطیني مقاومتي ځواکونو سره په نښته کې، شپږ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او اوه نور ژوبل دي.
د ایرنا د خبر له مخې، صهیونیسټي سرچینو د شنبې په ماښام د غزې په شمال کې له فلسطیني مبارزینو سره په نښته کې، د صهیونیسټي رژيم د ځانګړو ځواکونو د یو ډګروال په ګډون، د عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
له دې مخکې المیادین شبکې په غزه کې د خپل خبریال په حواله خبر ورکړی وو چې مقاومتي مبارزین توانیدلي چې د بیت حانون په ښار کې یوشمېر صهیونیسټي پوځیان په هلاکت ورسوي.
دغه خبریال زیاته کړه: مقاومتي مبارزین اوس یوازې د ښارونو په زړه کې نه جنګېږي، بلکې له صهیونیسټي پوځیانو سره د دښمن د جبهې په شا او خو، په تېره بیا د غزې تړانګې په سرحدي سیمو کې او همدارنګه د صهیونیسټي رژیم د پوځي غونډو په مرکز له دوی سره جنګېږي.
د القسام کنډکونو ویاند ابو عبیده هم د جمعې په شپه اعلان وکړ چې په تېرو څلورو ورځو کې، د دښمن ۶۲ زغره وال وسایط چې ټانکونه، زغروال ګاډي او بلدوزر پکې شامل دي، له منځه وړي دي.