په فلسطین کې د ازاد شویو بندیانو پراخه هرکلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142066-په_فلسطین_کې_د_ازاد_شویو_بندیانو_پراخه_هرکلی
د فلسطین یو زیات شمیر وګړو له صهیونیسټ رژیم سره د شوې موافقې له مخې؛ د دغه رژیم له زندانونو ازاد شوي فلسطیني نارینه او ښځینه بندیانو هر کلی وکړ.
(last modified 2023-11-24T21:49:29+00:00 )
Nov 25, 2023 02:10 Asia/Kabul
  • په فلسطین کې د ازاد شویو بندیانو پراخه هرکلی

د فلسطین یو زیات شمیر وګړو له صهیونیسټ رژیم سره د شوې موافقې له مخې؛ د دغه رژیم له زندانونو ازاد شوي فلسطیني نارینه او ښځینه بندیانو هر کلی وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د بیتونیا ښارګوټی یوه له هغو سیمو څخه وو، چې زیات شمېر خلک د صهیونیسټي رژیم په زندانونو کې د خوشي شویو ښځو او ماشومانو بندیانو د هرکلي لپاره ورغلي وو.

د فلسطین د زندانونو ادارې د جمعې په شپه تایید کړه چې د صهیونیسټي پوځیانو لخوا ۳۹ بندیان خوشي شوي دي.

په دغو بندیانو کې ۲۴ ښځې او ۱۵ ماشومان دي.

دغه ادارې خبر ورکړی، چې دا ډله د فلسطیني بندیانو لومړۍ ډله ده چې د جمعې په ماښام د اوربند د موافقې پر اساس خوشې شوي.

 د صهیونیسټ رژیم او د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس ترمینځ څلور ورځنی اوربند د جمعې په ورځ سهار اوه بجې پیل شو.