په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د خونړیو بریدونو لاسته راوړنې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142680-په_غزې_باندې_د_صهیونیسټي_رژیم_د_خونړیو_بریدونو_لاسته_راوړنې
د طوفان الاقصی د عملیاتو په شپېتمه ورځ کې، فلسطیني مقاومت د غزې په شمال او ختیځ کې او د خان یونس په ښار کې د صهیونیسټي رژیم له یرغلګرو ځواکونو سره د سختو نښتو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-12-05T07:27:02+00:00 )
Dec 05, 2023 11:50 Asia/Kabul
  • په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د خونړیو بریدونو لاسته راوړنې

د طوفان الاقصی د عملیاتو په شپېتمه ورځ کې، فلسطیني مقاومت د غزې په شمال او ختیځ کې او د خان یونس په ښار کې د صهیونیسټي رژیم له یرغلګرو ځواکونو سره د سختو نښتو خبر ورکړی دی.

همدا اوس هم د غزې په ښار، شمالي او ختیځو سیمو او خان یونس ښار کې د صهیونیسټي رژیم د یرغلګرو پوځیانو او د فلسطین د مقاومت مبارزینو ترمنځ سختې نښتې روانې دي. د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو پر غزې باندې د انټرنټ، برق او مخابراتو په بندولو سره، د غزې پر سویلي سیمو، شمالي سیمو او د خان یونس د ښار په ختیځو سیمو کې د کیمیاوی بمونو په وسیله سختې بمبارۍ کړي دي.

صهیونیستي رژیم په خان یونس کې د دارالسلام روغتون په چارچاپېر باندې هوایي بریدونه کړي دي او د دې روغتون داکټرانو او ناروغانو د مرستو غوښتونکي شوي دي. ګڼ شمېر ښځې او ماشومان چي کورونه یې په بمباریو کې هوار شوي د غزې په شمال کې په کمال عدوان روغتون کې دننه پناه اخیستي ده.

د صهیونیستي رژیم ځواکونو د غزې په جنوب او په تېره بیا په خان یونس باندې ځمکني عملیات پیل کړی دی چي د درنو هوایي بمباریو او توپخانه یې بریدونو سره مله دي.

د اسرائیل د رژیم چارواکي چي تر اوسه پورې په غزې کې د ماشومانو او د بې دفاع ښځو له وژلو او د خلګو د کورونو د ړنګولو او د روغتونونو او ښوونځیو له بمبارولو پرته هیڅ لاسته راوړنه درلودلې نه ده لاهم په غزې کې د یرغل او د جنګ په دوام ټینګار کوي.

په داسي حال کې چي د صهیونیست رژیم ځواکونو د غزې په جنوب کې د محاصرې کړۍ تنګوي، د ملګرو ملتونو مسئولانو د خبرداری په ورکولو سره، یادې سیمې له دوږخ سره پرتله کړي دي.

د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې لین هاستینګز د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اعلان وکړ چي د اوربند له ختمېدو وروسته، په غزې باندې د صهیونیست رژیم د فوځیانو بریدونه زیات شوي دي او په لسګونو زره فلسطینیان اوبو، امنیت او خوراکي توکو ته د نه لاسرسی د امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

اعلامیه کې ویل شوی چي نور غزې ته د بشردوستانه مرستو د لېږدولو امکان نه شته او غزه د دوږخ په شان له حالاتو سره مخامخ دی، نور مرستندویې عملیاتونه د خلګو ضروریتونه پوره کولای نه شي.

په غزې کې د موقت اوربند په ختمېدو سره، له درې ورځې مخکې نه صهیونیست رژیم بیا په عامو فلسطینیانو هوایي بریدونه له سره پیل کړي او غواړي چي د جنګ د لارې خپلو ناکامیو باندې سرپوښ کښېږدوي، په داسي حال کې چي په غزې کې د صهیونیست رژیم د ځواکونو مرګژوبلې هم زیات شوي دي.

د صهیونیست رژیم د جنایاتو په دوام سره، د دغه جنایتکار رژیم په ضد د جنګ لمنه په ټوله سیمه کې د خپرېدو په حال کې ده او له غزې نیولې بیا د لبنان تر سرحداتو، سوریې، عراق او یمن پورې جنګ د غځېدو په لوري درومي او په ټوله سیمه کې د مقاومت ځواکونه فعاله شوي دي.

د صهیونیست رژیم یو امنیتی کارپوه ډګروال کوبی ماروم د معاریو له ورځپاڼې سره په مرکه کې د لبنان د حزب الله د غورځنګ په وړاندې د اسرائیل د رژیم په ناکامی باندې اعتراف کړی دی او ویلي دي چي اسرائیل رژیم د حزب الله په وړاندې ضعف ښودلی دی.

دا په داسي حال کې دی چي د لبنان او نیواکي فلسطین په سرحداتو کې د صهیونیستي رژیم په ځواکونو د لبنان د حزب الله بریدونه زیات شوي او تېره ورځ هم د حزب الله په توغندوي برید کې ۱۱ اسرائیلي فوځیانو ته مرګژوبله واوښته.

دغو ټولو مسائلو ته په کتو سره ویلایشو چي په غزې باندې د جنګ له بیا پیلولو سربیره صهیونیست رژیم هیڅ یوه لاسته راوړنه درلودلې نه ده بلکې فوځي مرګژوبلې هم زیاتې شوي دي.