یونیسیف:
د غزې روغتونونه د جنګ په میدان بدل شوی
Dec 05, 2023 13:51 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د یونیسف د ادارې ویاند په غزې کې د انساني کړکېچ په هکله د خبرداري په ورکولو سره، اعلان وکړ چي په غزه کې روغتونونه د جنګ په میدان بدل شوي دي.
د الجزیرې له راپور سره سم، د یونیسف ویاند جیمز الدر په غزې کې د دې په بیانولو سره چي په غزه کې حالات ډېر سخت شوي وویل: له وقفې پرته دوامداره هوایي بریدونو له امله خلکو سره مرسته ناممکنه شوې ده.
جیمز الدر پر دې باندې په ټینګار سره چي په غزې کې د اوبو او د خوراکي توکو نشتوالی اوج ته رسېدلی وویل: خلک سملاسي مرستو ته اړتیا لري او ماشومانو له ماتو هډوکو او له مرګونې لوږې سره روغتونونو ته مراجعه کوي چي مرسته هم نه شي ورسره کېدای.