اسرائیل په زور سره خپل بندیان نشي خوشي کولای
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ وویل تر څو چې اسرائیل په مشروطه ډول د بندیانو د سپارلو لپاره خبرې ترسره نکړي دغه رژیم به ونه توانیږي چې یرغمل شوي اسرائیلیان خوشي کړي.
د حماس غورځنګ د القسام غونډ ویاند ابو عبیده په یوه غږیز پیغام کښې چې الجزیرې ټیلي ويژن خپور کړ وویل چې اسرائیل به ونه توانیږي چې خپل یرغمل شوي کسان په زوره له حماس غورځنګ څخه خوشي کړي.
هغه وویل اسرائیلو تراوسه د خپلو یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره ډیرې هڅې کړي دي خو هرځل ناکامه شوی دی.
ابو عبیده دغه راز وویل چې د حماس غورځنګ جنګیالیو په غزې کښې له اوربند وروسته د جنګ له بیا پیلیدا وروسته تراوسه په جزوي یا بشپړه ډول د اسرائیلو یوسل اتیا زغرګاډي ، ټانکونه او بولډوزرونه تباه کړي دي.
بل خبر دا چې د صهیونیسټ جعلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د فلسطین په حماس غورځنګ غږ وکړ چې اوس ځان تسلیم کړي او زیاته یې کړه چې د حماس ختمیدل نږدي شوي او دا په داسې حال کښې دي چې له تیرو دوو میاشتو راهسې په غزې کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم لخوا جنګ او حملې روانې دي او د فلسطین مقاومت ډلو تراوسه سخت مقاومت کړي دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر وویل جنګ اوس هم دوام لري خو دا د حماس غورځنګ د ختمیدا پیلیدل دي.
هغه وویل زه حماس غورځنګ ته وایم دوې نور ختم شوي او د سینوار لپاره ځانونه مه وژني او ځانونه تسلیم کړي.
سینوار په غزې تړانګه کښې د حماس غورځنګ مشر دی.