د غزې په کلیسا کې د فلسطیني مور او لور شهادت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143310-د_غزې_په_کلیسا_کې_د_فلسطیني_مور_او_لور_شهادت
صهیونیسټانو د غزې په تړانګه کې په یوازنۍ کلیسا کې یوه فلسطینۍ مور او لور په ډزو په شهادت رسولي دي.
(last modified 2023-12-17T07:23:23+00:00 )
Dec 17, 2023 11:45 Asia/Kabul
  • د غزې په کلیسا کې د فلسطیني مور او لور شهادت

صهیونیسټانو د غزې په تړانګه کې په یوازنۍ کلیسا کې یوه فلسطینۍ مور او لور په ډزو په شهادت رسولي دي.

د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د فلسطین د سیمه ایزو کاتولیکې کلیسا چارواکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له دوو فلسطینی ښځو څخه یوه په داسې حال کې چې له بلې سره یې د مرستې کولو هڅه کوله د صهیونیسټی نیواکګر لخوا په ډزو ووژل شوه.

دغه کاتولیکه کلیسا؛ یو پوځي تاسیس یا جبهه نه وه او له همدې امله دې مسئلې په نړیوالو ډګرونو کې صهیونیسټان له نیوکو سره مخ شوي دي.

له بلې خوا د غزې په ښار کې د مادر ترزا په کلیسا باندې د صهیونیسټی پوځیانو د زغره والو موټرو د حملې په اړه بېلا بېل را پورونه خپاره شوي، دغه کلیسا ته له 54 څخه زیاتو معلولینو پناه وړې وه.

د فلسطین د کاتولیکې کلیسا چارواکو اعلان وکړ چې د دغه برید په پایله کې د دغې کلیسا ودانۍ ته د پراخو زیانونو سربیره د مادر ترزا کلیسا د بریښنا جنراتور او یو شمېر نورې برخې هم ویجاړې شوي دی.

د فلسطین د کاتولیکې کلیسا چارواکو ویلي، هغه درې ماشومان چې د مور ترزا په کلیسا کې حضور درلود، هم د صهیونیسټانو په بریدونو کې ټپیان شوي دي.

صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې د خپلو حملو له پیل راهسې په پراخه پیمانه کلیساګانې، روغتونونه، طبی مرکزونه او ښوونځی په نښه کړی چې د جنګ د قوانینو له مخې باید له هرډول بمباریو او حملو څخه مصون وی.

په غزې تړانګې د صهیونیسټانو د حملو له پیل راهسې تراوسه څه  باندې ۱۹ زره فلسطینیان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دی شهیدان شوی او څه دپاسه ۵۱ زره فلسطینیان ژوبل شوي دي.