په غزه کې ۹ زره او ۶۰۰ ماشومان په شهادت رسېدلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144530-په_غزه_کې_۹_زره_او_۶۰۰_ماشومان_په_شهادت_رسېدلي
په غزه کې د روغتيا ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۴ ساعتونو کې صهيونسټي رژيم ۱۷ جنایتونه ترسره کړي، چې له امله یې ۲۴۹ تنه فلسطينيان شهيدان او ۵۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
(last modified 2024-01-10T04:51:48+00:00 )
Jan 10, 2024 08:02 Asia/Kabul
  • په غزه کې ۹ زره او ۶۰۰ ماشومان په شهادت رسېدلي

په غزه کې د روغتيا ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۴ ساعتونو کې صهيونسټي رژيم ۱۷ جنایتونه ترسره کړي، چې له امله یې ۲۴۹ تنه فلسطينيان شهيدان او ۵۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

له دې سره، په غزه کې د روانې جګړې له امله د ټولو فلسطيني شهيدانو شمېر ۲۳ زره او ۸۴ او د ټپيانو شمېر ۵۸ زره او ۹۲۶تنو ته رسېدلی دی.

په شهيدانو کې ۹ زره او ۶ سوه يې ماشومان، نږدې همدومره ښځې او د پاخه عمر لرونکي سړي شامل دي.

په جګړه کې دغه راز زرګونه ماشومان ټپيان شوي، سلګونه زره نور له خپلو مېنو بېځايه او له زده کړو بې برخې شوي او ماشومانه ژوند ترې اخيستل شوی دی.

فلسطيني ماشومان په داسې مهال شهيدانېږي او ځورول کېږي، چې د بشر د حقونو ادارې او ملګري ملتونه هره ورځ له ماشومانو څخه د دفاع په نوم غونډې کوي او تش په نامه شعارونه ورکوي.

Image Caption
Image Caption