له فلسطین څخه د مشروع دفاع په دوام د یمن ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144912-له_فلسطین_څخه_د_مشروع_دفاع_په_دوام_د_یمن_ټینګار
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یو ځلې بیا ټینګار وکړ تر هغه پورې چي صهیونیست رژیم په غزې باندې ظالمانه بریدونه بند نه کړي، یمن به د اسرائیل د رژیم پورې اړوندې کښتۍ په نښه کړي.
(last modified 2024-01-17T06:22:23+00:00 )
Jan 17, 2024 10:51 Asia/Kabul
  • له فلسطین څخه د مشروع دفاع په دوام د یمن ټینګار

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یو ځلې بیا ټینګار وکړ تر هغه پورې چي صهیونیست رژیم په غزې باندې ظالمانه بریدونه بند نه کړي، یمن به د اسرائیل د رژیم پورې اړوندې کښتۍ په نښه کړي.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه خبري غونډه کې وویل:  د یمن وسله والو ځواکونو د زوګرافیا کښتۍ چي د اسرائیل د رژیم د بندرونو په لوري روانه وه، په توغندیو سره په نښه کړه.

هغه زیاته کړه: زوګرافیا کښتۍ مو له هغه وروسته، په توغندیو سره په نښه کړه چي د یمن د وسله والو ځواکونو خبرداریو ته پاملرنه نه وکړه. 

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل:  زمونږ اقدامات د فلسطین له ولس څخه د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې تر سره کیږي.

 یحیی سریع جوته کړه:  تر هغه پورې چي اسرائیل رژیم د غزې په خلګو بریدونه بند نه کړي، په سور سمندر او باب المندب کې به د صهیونیست رژیم د کښتیو په تګ راتګ باندې بندیز دوام ولري.

یاده کښتۍ له ویټنام څخه د اسرائیل د رژیم د بندرونو په لورې روانه وه چي د یمن د وسله والو ځواکونو له توغندوي برید سره مخ شوه.