د فلسطین د مقاومت کمیټه:
د امریکا نوې طرحه غولونکې ده
د فلسطین د مقاومت کمیټې اعلان وکړ چي له وسلو او اختیاراتو پرته د یوه فلسطیني هیواد د جوړلو لپاره د امریکا طرحه، د پېړي د ننګینې معاملې یو بل اړخ دی.
د فلسطین د مقاومت کمیټه وایي چي د امریکا له خوا د یوه داسي فلسطیني هیواد د جوړېدا وړاندیز چي نه د ځان د دفاع لپاره وسله ولري او نه هم اختیارات ، د پیړۍ د ننګینې معاملې په دوام کې تر سره کیږي او په دغه چوکاټ کې له صهیونیست رژیم سره، د عربو هیوادونو د اړیکو رغېدا نه منونکې ده، او د فلسطین د ولس د عام وژنې لپاره اسرائیل رژیم ته د جایزې د ورکولو معنا لري.
د یادې کمیټې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې یادونه شوې ده چي د امریکا او د صهیونیست رژیم له دسیسو او طرحونو سره ملتیا د فلسطین د ولس سره دښمني ده او باید په غزې او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو عام وژنه چي د امریکا په ملاتړ د اسرائیل د رژیم له لورې تر سره کیږي، ډېر ژر بند شي.
د امریکایي رسنیو له راپورونو سره سم، د امریکا دولت له اسرائیل رژیم سره، د یوه غیر فوځي او محدود فلسطیني هیواد د جوړولو د طرحې په هکله خبرې اترې کړي دي.