په غزې کې د اسرائیل د رژیم سخت ورځ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145212-په_غزې_کې_د_اسرائیل_د_رژیم_سخت_ورځ
 د غزې د تړانګې په مرکز کې د المغازې په عملیات کې د ۳۸ صهیونیست ځواکونو د هلاکت د امله، د جګړې یو سل و نهم ورځ د صهیونیست رژیم د فوځ لپاره تر ټولو په سخته ورځ باندې بدله شوه.
(last modified 2024-01-24T03:16:30+00:00 )
Jan 24, 2024 07:45 Asia/Kabul
  • په غزې کې د اسرائیل د رژیم سخت ورځ

 د غزې د تړانګې په مرکز کې د المغازې په عملیات کې د ۳۸ صهیونیست ځواکونو د هلاکت د امله، د جګړې یو سل و نهم ورځ د صهیونیست رژیم د فوځ لپاره تر ټولو په سخته ورځ باندې بدله شوه.

د غزې په مرکز المغازي کېمپ کې د فلسطیني د مقاومت  عملیات د  ۳۸ صهیونیست ځواکونو د وژل کېدو لامل شو، همدارنګه د صهیونیست رژیم فوځ اعلان وکړ چي ۱۷ نور فوځیان یې په غزې کې د نښتو په پایله کې ټپیان شوي دي. د صهیونیستانو واللا ویب پاڼې اعلان وکړ چي د صهیونیست رژیم ځواکونو په لسو کورونو کې د بمونو په اېښودلو لګیا وه، څو د کورونو په هوارولو سره، ځان له هواره ساحه جوړه کړي او د حماس د غورځنګ د مبارزینو د پټېدو مخنیوی وکړي، خو د فلسطیني مبارزینو توغندوي بریدونه د یادو کورونو د چاودېدلو لامل شو او کورونه په داسي حال کې هوار شول چي صهیونیست فوځیان لا ورڅخه وتلي نه وه، او تر اوار لاندې شول.

دې پېښې نه وروسته د صهیونیست رژیم چارواکو په درنه مرګژوبلې اعتراف وکړ.

یو سخت، دردوونکی او نه زغمونکی سهار، د جنګ له پیله تر ټولو سخته ورځ، دردوونکی سهار، زړونه مو مات شوي، دا هغه اصطلاحات وه چی د صهیونیست د جنایتکار رژیم د مشرانو په توصیفاتو کې لیدل کیږي.  د صهیونیست رژیم فوځ تېره ورځ یعني د جنګ ۱۰۹ ورځ یې په غزه کې د اسرائیل د رژیم لپاره تر ټولو سخته ورځ ونومول. فلسطیني مبارزینو له دې مخکې هم په یوه ورځ کې یې په لسګونو یرغلګر صهیونیستان په هلاکت رسولې وه، لیکن د صهیونیست رژیم فوځ له اعتراف کولو ډډه کول خو دا ځلې د صهیونیست رژیم فوځ د تېرې ورځې په مرګژوبلو باندې اعتراف وکړ.  په المغازې کېمپ کې د مقاومت عملیات له هغه وروسته، تر سره شو چي د صهیونیست رژیم فوځ اعلان وکړ چي د غزې په مرکز او شمال کې له فلسطیني ډلو سره، جنګ ته به دوام ورکړي.

د اسرائیل د فوځ انګېړنه دا وه چي د غزې په مرکز کې به د فلسطیني ډلو له سختو ضرباتو سره مخ نه شي، لیکن د المغازي عملیات د اسرائیل د رژیم د فوځ دغه اټکل ناسم ثابته کړه او بیا ځلې د صهیونیست رژیم د استخباراتي اداراتو کمزورتیا څرګنده کړه.

بله مهمه مساله دا ده چي د المغازي عملیات له هرڅه زیات دا ثابته کړې ده چي غزه د دې رژیم لپاره په یوه جبه بدله شوې ده. د غزې په ضد د صهیونیست رژیم د جنګ څلورمه میاشته هم په ختمېدو ده او لا هم صهیونیست رژیم خپلو موخو ته رسېدلی نه دی، د صهیونیست رژیم فوځ د اسیرانو خوشي کول او د حماس د غورځنګ له مینځه وړل د خپل عملیات اصلي موخې بللې وي. د المغازې عملیات وښودله چي د فلسطین مقاومت نه یوازې له مینځه تللې نه ده بلکې له جنګ نه د ۱۰۹ ورځو په تېرېدو سره، لاهم په صهیونیست رژیم باندې د سختو ګوزارونو وړتیا لري. په دې خاطر صهیونیست رژیم که غواړې په غزې باندې جنګ ته دوام ورکړي باید د سختو ګوزارونو په تمه ووسي.

دغه ګوزارونه په داسي حال کې د جنګ په میدان کې د اسرائیل د رژیم په فوځ باندې تپل کیږي چي په سیاسي ډګر کې هم نتانیاهو له سختو حالاتو سره لاس په ګرېوان دی، د جنګ له اوږدېدو سره هممهاله، د نتانیاهو په ضد اعتراضات او د هغه د استعفا لپاره غوښتنې هم زیاتې شوي دي، تر دې چي د جنګ د کابینې غړی ایزنکوټ د اسیرانو د مبادلې غوښتنه کړې ده هغه هم حتی که د جنګ د بندولو په بیه وي، سره له دې د رسنیو راپورونه ښیي چي د ټولو اسیرانو د خوشي کولو په وړاندې د دوو میاشتو لپاره  د اوربند وړاندیز چي د اسرائیل د رژیم له خوا مطرح شوی وو، د حماس غورځنګ له مخالفت سره مخ شوی دی، حماس د غزې په ضد د جنګ د بندولو او د جنایاتو د ختمولو غوښتونکی دی.