د امریکا جنګي کښتۍ مو په نښه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145272-د_امریکا_جنګي_کښتۍ_مو_په_نښه_کړه
د یمن د فوځ ویاند په عدن خلیج او باب المندب کې د امریکا له سمندري ځواکونو سره، د سختو نښتو خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-01-26T03:42:13+00:00 )
Jan 25, 2024 12:17 Asia/Kabul
  • د امریکا جنګي کښتۍ مو په نښه کړه

د یمن د فوځ ویاند په عدن خلیج او باب المندب کې د امریکا له سمندري ځواکونو سره، د سختو نښتو خبر ورکړی دی.

د تسنیم له راپور سره سم، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اعلان وکړ چي نن په عدن خلیج او باب المندب کې د امریکا د سمندري ځواکونو له جنګي کښتیو سره، نښته کړې ده.

هغه زیاته کړه چي په دغو نښتو کې د امریکا جنګي کښتۍ د یمن د سمندري ځواکونو له خوا په مستقیمه توګه په نښه شوي دي.

په اعلامیه کې راغلې ده چي د امریکا جنګي کښتیو هڅه کول چي په زور سره، د دوو امریکایي سوداګریز کښتیو لپاره په باب المندب کې لاره پرانیزي چي د یمن د وسله والو ځواکونو له غبرګون سره مخ شو، او د امریکا دوې سوداګریزې کښتۍ د خپلو لارو بدلولو او سرې بحیرې نه تېښتې ته مجبوره شوې.

د یمن د فوځ ویاند یحیی سریع وویل چي د امریکا جنګي کښتیو د یمن د بالیسټیکو توغندیو د ویشتلو هڅه وکړه، خو سره له دې د یو شمېر توغندیو په شنډولو ناکامه شوې او توغندۍ وار له مخکې ټاکل شویو اهدافو باندې موښتې دي.

د هغه په وېنا دغه نښته د دوو ساعتونو لپاره دوام پیدا کړه او یمني ځواکونو ګڼ شمېر بالیسټیکې توغندۍ په امریکایي ځواکونو توغولي دي.