په یمن باندې د امریکا او د انګلیس بیا ځلې برید
د امریکا او انګلیس بیا ځلې په یمن باندې هوایي بریدونه کړي دي.
د المسیرې له راپور سره سم، د امریکا او انګلیس هوایي ځواکونو د یمن په الحدیدې ولایت کې د راس عیسی په بندر باندې دوه ځلې بمبارۍ کړي دي.
دغه برید وروسته له هغه تر سره کیږي چي د یمن سمندري ځواکونو د جمعې په ورځ د انګلیس هغه تېل وړونکې کښتۍ په نښه کړه چي د اسرائیل د رژیم د جنګي الوتکو لپاره په تېلو بار وو او د صهیونیست رژیم د بندر په لورې حرکت کاوه.
د امریکا د ترهګرو ځواکونو مرکزي قومندانۍ یا سنټکام ادعا کړې ده چي په الحدیدې کې د انصار الله د غورځنګ توغندوي سیسټمونه چي په سرې بحیرې کې د تجارتي کښتیو د ویشتلو لپاره فعاله شوی وو، د امریکا له خوا په نښه شوي دي.
امریکا او انګلستان د جنورۍ په ۲۱ نیټه د یمن د انصارالله په مرکزونو حملې پیل کړې، خو د یمن پوځ ژمنه کړې، تر څو چې اسرائیلي رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي، د دغه رژیم پر کښتیو او یا په سور سمندرګي کې د اشغال شویو سیمو په لور تلونکو کښتیو ته خپلو بردیونو ته دوام ورکړي.