اسرائیل رژیم په لبنان باندې د پراخې حملې لپاره تیاري کوي
د لبنان یوې ټلویزیونې چېنل اعلان وکړ چي د صهیونیست رژیم د لبنان په زړه باندې د پراخې حملې لپاره ځان چمتو کوي.
د لبنان د ال بی سي ټلویزیوني چېنل له راپور سره سم، یو عربي هیواد په لبنان کې د حزب الله مسئولینو ته خبرداری ورکړی دی چي د اسرائیل رژیم د بلواو او ګډوډیو د رامینځ ته کولو په هدف سره، په دغه هیواد باندې د برید لپاره ځان چمتو کوي.
هاخوا بیا د صهیونیست رژیم د رسنیو له راپور سره سم، د اسرائیل د رژیم د فوځ د ګولاني لوا په زرګونو ځواکونو چي له غزې نه وتلي دي، د لبنان په سرحداتو کې ځای پر ځای شوي او په سلګونه ټانګان هم د لبنان د پولو په لورې حرکت پیل کړي دي.
په لبنان باندې د احتمالي یرغل معلومات په داسي حال کې اشوا شوي دي چي د صهیونیست رژیم د داخلي امنیت وزیر ایتمار بن ګویر له رسنیو سره په مرکه کې په لبنان باندې برید او په غزې باندې د جنګ د دوام په ضرورت ټینګار کړی دی.
په غزې باندې د اسرائیل د رژیم له برید وروسته، د لبنان حزب الله، په سرحدي سیمو کې په دوامداره توګه په صهیونیستي اهدافو بریدونه جاري ساتلي دي.