له هیټلر نه زیات بمونه مو په غزې کارولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145438-له_هیټلر_نه_زیات_بمونه_مو_په_غزې_کارولي_دي
یوې صهیونیستي رسنۍ ویلي چي په دوهمې نړیوالې جګړې کې د هیټلر له خوا د کارول شویو بمونو نه زیات بمونه  د اسرائیل له خوا په غزې باندې کارول شوي دي.
(last modified 2024-01-29T03:54:05+00:00 )
Jan 29, 2024 08:22 Asia/Kabul
  • له هیټلر نه زیات بمونه مو په غزې کارولي دي

یوې صهیونیستي رسنۍ ویلي چي په دوهمې نړیوالې جګړې کې د هیټلر له خوا د کارول شویو بمونو نه زیات بمونه  د اسرائیل له خوا په غزې باندې کارول شوي دي.

د کالکالیست په نامه صهیونیستي ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې د اسرائیل د فوځ لپاره د وسلو او بمونو له کمښت څخه د یوې لویې ننګونې په توګه یادونه کړې ده او لیکلي دي چي په غزې باندې د وسلو او بمونو له حد نه زیات استعمال په خاطر، د اسرائیل د رژیم فوځ د مهماتو له کمښت سره مخ شوی دی.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې ده چي د اټکلونو له مخې، په غزې باندې د اسرائیل د رژیم له خوا د کارول شویو بمونو کچه، په دوهمې نړیوالې جګړې کې د هیټلر له خوا له کارول شویو بمونو څخه زیاته ده.

د فوځي کارپوهانو له نظره، په غزې باندې د صهیونیست رژیم له خوا د کارول شویو بمونو د ورانوالې کچه له څو ایټمي بمونو څخه زیاته ده.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چي په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو په دوام سره، د شهیدانو شمېر  ۲۶ زره او ۴۲۲ او د ټپیانو شمېر ۶۵ زرو کسانو ته رسېدلي دي.