امریکا او انګلیس ته به سخته سزا ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145448-امریکا_او_انګلیس_ته_به_سخته_سزا_ورکړو
د یمن د انصار الله د غورځنګ د سیاسي دفتر جګپوری غړی حزام الاسد رسنیو سره په مرکه کې امریکا او انګلیس ته د سختې سزا په هکله خبرداری ورکړی دی.
(last modified 2024-01-29T05:25:33+00:00 )
Jan 29, 2024 09:54 Asia/Kabul
  • امریکا او انګلیس ته به سخته سزا ورکړو

د یمن د انصار الله د غورځنګ د سیاسي دفتر جګپوری غړی حزام الاسد رسنیو سره په مرکه کې امریکا او انګلیس ته د سختې سزا په هکله خبرداری ورکړی دی.

حزام الاسد مهر  خبري اژانس ته ویلي چي په غزې کې د فلسطینیانو په ضد د جنایاتو په دوام سره، د یمن انصارالله غورځنګ ځواکونه به امریکا او انګلیس ته سخته سزا ورکړي.

هغه زیاته کړه: په سرې بحیرې کې د امریکا په مشری د ائتلاف د رامینځ ته کولو اصلي هدف د اسرائیل د رژیم په ګټه په سیمه کې د ځواک د انډولونو بدلول دی، خو امریکا دا کار په سرې بحیرې کې د کښتۍ چلولو د امنیت د خوندي کولو تر شعار لاندې تر سره کوي.

د یمن د انصار الله د غورځنګ د سیاسي دفتر دغه غړی یادونه وکړه چي د  امریکا د ملاتړ په نتیجه کې اسرائیل رژیم په غزې کې په پوره ډاډمنتیا سره د فلسطینیانو عام وژنې او خپلو جنایاتو ته دوام ورکوي.