د یمن انصار الله غورځنګ:
امریکا او انګلیس ته به سخته سزا ورکړو
د یمن د انصار الله د غورځنګ د سیاسي دفتر جګپوری غړی حزام الاسد رسنیو سره په مرکه کې امریکا او انګلیس ته د سختې سزا په هکله خبرداری ورکړی دی.
حزام الاسد مهر خبري اژانس ته ویلي چي په غزې کې د فلسطینیانو په ضد د جنایاتو په دوام سره، د یمن انصارالله غورځنګ ځواکونه به امریکا او انګلیس ته سخته سزا ورکړي.
هغه زیاته کړه: په سرې بحیرې کې د امریکا په مشری د ائتلاف د رامینځ ته کولو اصلي هدف د اسرائیل د رژیم په ګټه په سیمه کې د ځواک د انډولونو بدلول دی، خو امریکا دا کار په سرې بحیرې کې د کښتۍ چلولو د امنیت د خوندي کولو تر شعار لاندې تر سره کوي.
د یمن د انصار الله د غورځنګ د سیاسي دفتر دغه غړی یادونه وکړه چي د امریکا د ملاتړ په نتیجه کې اسرائیل رژیم په غزې کې په پوره ډاډمنتیا سره د فلسطینیانو عام وژنې او خپلو جنایاتو ته دوام ورکوي.