د یمن د الحدیده په لوېدیځ کې پر یوې کښتۍ برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145618-د_یمن_د_الحدیده_په_لوېدیځ_کې_پر_یوې_کښتۍ_برید
د برتانیا د سمندري سوداګرۍ سازمان د یمن د الحدیده له سواحلو څخه ۵۷ سمندري میله لرې د یوې امنیتي پېښې د رامنځته کېدو خبر ورکړی.
(last modified 2024-02-01T08:31:43+00:00 )
Feb 01, 2024 12:46 Asia/Kabul
  • د یمن د الحدیده په لوېدیځ کې پر یوې کښتۍ برید

د برتانیا د سمندري سوداګرۍ سازمان د یمن د الحدیده له سواحلو څخه ۵۷ سمندري میله لرې د یوې امنیتي پېښې د رامنځته کېدو خبر ورکړی.

د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، لومړني راپورونه ښيي چې د یمن د الحدیده په لوېدیځ کې پر یوې کښتۍ برید شوی دی.

د برتانیا د سمندري عملیاتو څانګې ویلي چې دوی د برید راپور ترلاسه کړی دی.

تر اوسه د دې پېښې جزئیات او نوعیت نه دی په ډاګه شوی.

دا په داسې حال کې ده چې یمني ځواکونو په وروستیو ورځو کې په سور سمندرګي کې پر امریکايي او اسرائیلي کښتیو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.