د یمن د الحدیده په لوېدیځ کې پر یوې کښتۍ برید
Feb 01, 2024 16:16 Asia/Kabul
د برتانیا د سمندري سوداګرۍ سازمان د یمن د الحدیده له سواحلو څخه ۵۷ سمندري میله لرې د یوې امنیتي پېښې د رامنځته کېدو خبر ورکړی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، لومړني راپورونه ښيي چې د یمن د الحدیده په لوېدیځ کې پر یوې کښتۍ برید شوی دی.
د برتانیا د سمندري عملیاتو څانګې ویلي چې دوی د برید راپور ترلاسه کړی دی.
تر اوسه د دې پېښې جزئیات او نوعیت نه دی په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده چې یمني ځواکونو په وروستیو ورځو کې په سور سمندرګي کې پر امریکايي او اسرائیلي کښتیو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
ټیګونه