صهیونیسټي بندیان ،د جنایتکار بینیامین نتنیاهو لباره یو نه ختمیدونکی بحران
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145734-صهیونیسټي_بندیان_د_جنایتکار_بینیامین_نتنیاهو_لباره_یو_نه_ختمیدونکی_بحران
د صهیونیسټي بندیانو د خوشي کیدا لپاره په نیواکي ټاټوبو کې د اعتراضونو دوام،د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه دکابینې لپاره په یوه نه ختمیدونکي بحران او خپسکې بدل شوی دی.
(last modified 2024-02-04T19:33:57+00:00 )
Feb 04, 2024 11:06 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي بندیان ،د جنایتکار بینیامین نتنیاهو لباره یو نه ختمیدونکی بحران

د صهیونیسټي بندیانو د خوشي کیدا لپاره په نیواکي ټاټوبو کې د اعتراضونو دوام،د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه دکابینې لپاره په یوه نه ختمیدونکي بحران او خپسکې بدل شوی دی.

 په نیواکي ټاټوبو کې د مظاهرو په دوام کې دشنبې ورځې یعني د فرورۍ په دریمه نیټه،په سلګونو صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو د تل ابیب په مرکز کې د صهیونیسټي  بندیانو  د خوشي کیدا په موافقې کې د چټکتیا په موخې سره  اعتراضیه غونډه جوړه کړه. مظاهرې له دې وروسته ترسره شوې  چې د غزې په مختلفو سیمو باندې د په بمباریو او له زوره په کار اخستلو سره د بندیانو د خوشي کولو په باب د وحشي صهیونیسټي رژيم  اقدامات له ماتې سره مخامخ شوي دي. تیره اونۍ هم د صهیونیسټي رژيم د جنګ دکابینې د غونډې له جوړیدا سره په یووخت چې په غزې کې د اوربند  دموافقې په باب ترسره شوي،د موافقې د اجرا لپاره په تل ابیب کې د صهیونیسټي بندیانو د خوشيکیدا په چټیکتیا په موخې سره مظاهرې وشوې او د نتنیاهو د کابینې د  ړنګیدا او د وارمخکې  انتخاباتو دترسره کیدا غوښته ئې وکړه.

صهیونیسټي،امریکائي ،مصری او قطري  مرکچیان له دې مخکې  په پاریس کې د  فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس په نزد د اسرائيلي رژيم د پوځ د نورو بندیانو دد خوشي کیدا او د جنګ د دریدا لپاره د یوه چوکاټ په سر سره یوې موافقې ته رسیدلي دي.حماس او اسلامی جهاد غورځنګونو هم ټينګار کړی دی،د صهیونیسټي بندیانو په باب خبرې اترې او اوربند   له غزې د صهیونیسټي رژيم د پوځ له بشپړ وتلو سره محقق کیږي.

 د تیر کال د اکتوبر په اومه ، د طوفان الاقصی  ناڅاپی عملیاتو له پیلیدا وروسته د نتنیاهو په ضد په نیواکي ټاټوبو کې عمومي اعتراضونه او مظاهرې  پيل شوي او تر دې دمه دوام لري.اعتراض کونکي ټینګار کوي،د نتن یاهو کابینه د صهیونیسټي بندیانو په ستنولو کې بې وسه ده.د صهیونیسټ رژيم د پوځ چارواکي د خپلو پوځي بندیانو دقیقې شمیرنې پټوي ،البته   دهغو شمیر تر سلګونو کسانو پورې اټکل کیږي.

د وحشي صهیونیسټي رژيم لومړی وزیر اود اسرائيلو  افراطي رژيم او د زوړپال حکومت جوړونکو افراطي صهیونیسټانو،تل د صهیونیسټي بندیانود بیرته ستنولو او پر حماس غورځنګ د زر بریالیتوب باب ژمنې ورکولې،خو د وخت په تیریدا او د فلسطینیو مبارزو ډلو د عملیاتو په دوام سره ددغو ژمنو بې نتیجه والی  ښکاره شو او صهیونیسټي چارواکو په ماته خوړولو اعتراف وکړ د موساد جاسوسي ادارې  پخواني مشر یوسی کوهن وئيلي دي ،چې صهیونیسټي رژيم له غزې د اسرائيلي بندیانو د بیرته ګرځولو لپاره باید درنده بیّه ورکړي.

 په نیواکي ټاټوبو کې  اعتراضونه په داسې شرائطو کې دوام لري ، چې صهیونیسټي مشران داوربند  دټينګیدا لپاره  د حماس د شرطونو منلو ته مجبوره  او پخپلو دریځونو کې تر ډيره حده کمزورتیا ښئ. د فلسطین مبارزو ډلو ټپلو د اکتوبر د اومې نیټې له ناڅاپي عملیاتو وروسته د معادلاتو په بدلولو کې اغیرشیندونکی رول درلود او د دوي د مقاومت دوام،د صهیونیسټي جنایتکار رژيم  کمزروتیاوې  لا رابرسیره کړې.

د تل ابیب د جنګ غواړو اقداماتو په دوام کې  داقتصادي بحران زیاتیدا،د  ائیتلافي کابینې لړزانه موقعیّت ،په  نیواکي ټاټوبو کې د اعتراضونو دوام او د فلسطین دمقاومتي ډلو دعملیاتي او اطلاعاتي  اشراف په وړاندې د صهیونیسټي رژيم د امنیتی تاوان موندنو رابرسیره کیدا ، د طوفان الاقصی  ناڅاپي عملبیاتو  د بریاؤ یوه برخه ده .

صهیونیسټي رژیم  په امریکا او اروپا کې دله مالی او سیاسی ملاتړونو او همداراز پر نورو دتپونکو پروپیګنډیزو رسندویو له تبلیغاتو سره سره،په یوه بحراني وضعیّت کې دی.د  اعتراضونو او مظاهرو دوام به په کنیسټ (پارلیمان) د مخالفو ګوندونو لپاره یو فرصت وي څو د مواخذه کیدا او د اوسنئ کابینې د لیریکیدا لپاره  خپل هدف پر مخ بوځي.

د نتن یاهو کابینه او صهیونیسټي  چارواکي په داسې شرائطو کې  په نیواکي ټاټوبو کې  له بحران او اعتراضونو او مظاهرو سره  مخامخ شوي دي چې  ددغه وضعیّت په دوام سره  د امریکا او  دهغوي د لویدیځي متحدانو لپاره  هم د  د اوربند د اجرا په باب د مسئولیّت منلو او د خپلو ژمنتیاؤ د ترسره کیدا لپاره د تل ابیب توانمنئ تر پوښتنې لاندې راوستي دي . صهیونیسټ رژیم د تیرو کلونو په مختلفو وختونو کې د ملګروملتو پریکړه لیکونو ته په بې پروائۍ او بدعهدیو  او د هغو په  نه اجراکولو کې اوږده مخینه لري  او  په نیواکي ټاټوبو کې بحراني شرائط به هم د نتنیاهو  او د صهیونیسټي رژيم  د افراطي کابینې لپاره یوه پلمه وي  څو د نړیوالو ژمنتیاؤ او مسئولیّتونو له ترسره کولو  ډده وکړي.