د لبنان حزب الله په صیهونیسټ رژیم سخته راکټی حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145806-د_لبنان_حزب_الله_په_صیهونیسټ_رژیم_سخته_راکټی_حمله_وکړه
الجزیرې چینل د صهیونیسټ رژيم په اډو باندې د لبنان د حزب ا... د راکټي حملو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: پنځه توغندي د لبنان له جنوب څخه د صهیونیسټي رژيم په اډو باندې وتوغول شول.
(last modified 2024-02-05T23:40:47+00:00 )
Feb 06, 2024 03:58 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله په صیهونیسټ رژیم سخته  راکټی حمله وکړه

الجزیرې چینل د صهیونیسټ رژيم په اډو باندې د لبنان د حزب ا... د راکټي حملو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: پنځه توغندي د لبنان له جنوب څخه د صهیونیسټي رژيم په اډو باندې وتوغول شول.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو هم په لبنان کښې د نیواکګرو ځواکونو په مرکزونو د اسلامی مقاومت د حملو شدت ته په اشارې سره وویل: د تیرې یکشنبې په ورځ د لبنان له خاورې څه د پاسه ۱۵ عملیات ترسره شول او ۱۸ ځله  د نیواک شویو سیمو په شمال کې د صهیونیسټانو په میشت ځایونو کې د الارم غږ پورته شو.

د دغه رپوټ له مخې د صهيونېسټ رژيم په پوستو باندې د لبنان له خاورې د حملو شدت د وېرې سبب شوے دے او د حزب ا... په وړاندې د دغه رژيم د مشرانو دريځونه يې بدل کړي دي.