په غزه کې د شهیدانو شمېر ۲۷۵۸۵ تنو ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145846-په_غزه_کې_د_شهیدانو_شمېر_۲۷۵۸۵_تنو_ته_ورسید
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړی چې په تېرو څـلرویشت ساعتونو کې د صهیونیسټي رژیم په ۱۲ مرګونو بریدونو کې ۱۰۷ تنه فلسطییني وګړي شهیدان او ۱۴۳ نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2024-02-06T07:51:41+00:00 )
Feb 06, 2024 12:20 Asia/Kabul
  • په غزه کې د شهیدانو شمېر ۲۷۵۸۵ تنو ته ورسید

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړی چې په تېرو څـلرویشت ساعتونو کې د صهیونیسټي رژیم په ۱۲ مرګونو بریدونو کې ۱۰۷ تنه فلسطییني وګړي شهیدان او ۱۴۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت وایي، د میزان د پنځلسمې نیټې څخه تر دې مهاله په غزه د صهیونیست رژیم په بریدونو کې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۷۵۸۵ تنو ته ورسید.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په یادو بریدونو کې ۶۶۹۷۸ تنه ټپيان شوي هم دي چې په شهیدانو او ټپيانو کې یې اویا سلنه ماشومان او میرمنې دي.