د غزې تړانګه دوهم روغتون هم له کاره وغورځید
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې په غزې تړانګه کښې دوهم ستر روغتون په کامل ډول له کاره غورځیدلی دی او زیاته یې کړه حاضردمه یوازې څلورکسیزه طبي ډله د غزې ترانګې په خان یونس سیمه کښې د« ناصر» روغتون دننه د ناروغانو درملنه کوي.
دغه راز د فلسطین سرې میاشتې ټولنې وویل د اسرائیلو عسکرو په خان یونس سیمه کښې د العمل روغتون په دریم چت باندې د توپونو ډزې وکړې خو نور جزیات یې ورنکړل.
د اسرائیلو پوځ ادعا وکړه چې دوې پرون په غزې تړانګه کښې په لسګونو فلسطیني مبارزان وژلي او له هغوې څخه یې زیاته اندازه وسلې نیولي دي.
بل خبر دا چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت له هیوادونو څخه غوښتي دي چې د غزې تړانګې د اوربند په اړه په خپل دریځ کښې بیا کتنه وکړي.
اروپائي هیوادونو په غزې کلابندې سیمه کښې د اوربند د ټینګولو لپاره غوښتنه رد کړي وه.
او نوی خبر دا چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو لومړي وزیر« محمد شتیه»وویل روسیې د فلسطین ډلو ته بلنه ورکړي ده چې د فرورۍ د میاشتې په شپږویشتمه نیټه په ماسکو کښې سره کتنه وکړي او زیاته یې کړه چې کورواکه تشکیلات له حماس غورځنګ سره تعامل ته چمتو دی.

