امریکا په غزه کې د اوربند د رامنځته کېدو اصلي خنډ
امریکا په داسې حال کې چې په بشردوستانه ځان ښودنو سره هڅه کوي، چې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو په نسل وژنې جګړه کې د مستقیم ګډون له امله، د عامه افکارو فشار کم کړي، د درېیم ځل لپاره په غزه کې د سمدستي اوربند د رامنځته کولو د پریکړه لیک مسوده، د دغه رژیم د جنایتونو د ملاتړ په موخه ویټو کړه.
په غزه کې د اوربند د رامنځته کولو د پرېکړه لیک مسوده، چې د الجزایر له خوا په ملګرو ملتونو کې د عربي هېوادونو د استازو د ډلې په استازیتوب، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوې وه، د دې شورا د سه شنبې ورځې په غونډه کې، د د دې شورا د ۱۳ غړو په شتون سره، په نهایت کې د امریکا له خوا ویټو شوه. انګلستان هم په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې د بل ملاتړي په توګه، دغه پریکړه لیک ته سپینه رایه ورکړه .
د اکتوبر په اومه نېټه په غزې تړانګه کې د صهيونیسټي رژيم لخوا د نسل وژنې د نوي پړاو له پیلېدو راهیسې تراوسه، دا درېیم ځل دی چې په غزه کې د اوربند د ټينګېدو او د فلسطينيانو د عامې وژنې د بندېدو لپاره، د نړيوالې ټولنې له خوا وړانديز شوی پرېکړه لیک د امریکا له لوري ویټو کېږي. هر پریکړه لیک په امنیت شورا کې د تصویب لپاره د دې شورا د پنځو دایمي غړو (امریکا، بریتانیې، روسیې، چین او فرانسې) له مخالفت یا ویټو پرته، ۹ رایو ته اړتیا لري.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې او دايمي استازې "ليندا توماس ګرين فيلډ" ادعا وکړه، چې د الجزاير له خوا وړانديز شوى پرېکړه ليک، د دواړو لورو د بنديانو د خلاصون په اړه يوې هوکړې ته د رسېدو هڅې ګډوډوي. له بلې خوا، په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی ریاض منصور، په غزه کې د امریکا لخوا د اوربند د مسودې ویټو کولو په غندلو سره، دا یو خطرناک اقدام او د فلسطینیانو د وژنې د زیاتیدا لامل وباله .
امریکا په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د امنیت شورا پریکړه لیک په داسې حال کې ویټو کړ، چې د اکټوبر په اوومه د غزې پر تړانګې د اسرائیلي رژیم د یرغل له امله، د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۲۹ زرو څخه زیات او د ټپیانو شمېر تر ۷۰ زرو پورې رسېدلی دی.
په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د الجزایر لخوا وړاندیز شوی پریکړه لیک په داسې حال کې د امریکا له لوري ویټو شو، چې صهیونیسټي رژیم د غزې په سویل کې، د سلګونه زره فلسطینیانو پر راغونډ شوي ځای یعنې پر رفح سرحدي ښار باندې، د حملې لپاره ځان چمتو کوي.
د اسرائيلي رژيم د چارواکو دغه پریکړه، پر یوې ګڼ مېشتې سیمې یو جدي ګواښ دی، چې پر غزې د صهيونيسټانو د بريدونو له امله يو میليون او ۴ سوه زره تنه په جبري توګه دې سیمې ته راغلي او نه جبرانېدونکي پایلې به له ځان سره ولري.
د اوربند د پریکړه لیک د ویټو په اړه د امریکا ادعا او له سلګونه فلسطیني بندیانو سره د لسګونه اسرائیلي بندیانو د تبادلې د بهیر د ګډوډولو په تړاو د امریکې ادعا، په داسې حال کې مطرح کېږي، چې پر غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیله تراوسه، د غزې ۱۰۰ زره اوسېدونکي شهیدان او یا هم ټپیان شوي دي او په سلګونه صهیونیسټي پوځیان هم په هلاکت رسېدلي او یا هم ټپیان شوي دي.
له همدې امله، د بندیانو د تبادلې د هڅې په اړه، د امریکا او اسرائیلي رژیم ادعا، د باور وړ نه ده او د اسرائیلو د بریدونو د زیاتوالي او د امریکا د ملاتړ د لاملونو ریښې، باید په نورو مسایلو کې ولټول شي. په حقیقت کې امریکا په غزې کې د اوربند د پریکړه لیک په ویټو کولو سره، پر غزې د صهیونیسټي رژیم د لاسونو آزاد پرېښودلو ترڅنګ، د غزې د بیخ بنسټونو په بشپړه توګه ویجاړولو او د دغه ښار د اوسېدونکو د جبري کډوالۍ لپاره زمینه برابره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د صهیونیسټي رژیم لوړرتبه چارواکو په ځلونو د مالي مرستو په بدل کې، اردن او مصر ته د غزې په تړانګه کې د مېشتو کډوالو د کډوالۍ په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده. که څه هم دغه دریځونه د فلسطینیانو او د سیمې د هېوادونو له سخت مخالفت سره مخامخ شوي دي، خو د صهیونیسټي دښمن او د هغوی د ملاتړو په تېره بیا د امریکا او انګلستان دسیسې باید له پامه ونه غورځول شي او اردن ته د فلسطینیانو جبري کډوالي هم له پامه وغورځول شي. لکه څنګه چې په تېرو وختونو کې د عربو-اسرائیلو له جګړې وروسته اردن ته د فلسطینیانو اجباري کډه کول، په اردن کې د دوی په دایمي اقامت باندې بدل شو.
له همدې امله، په غزه کې د جګړې د سمدستي بندولو لپاره د یوه پریکړه لیک د صادرولو د مخنیوي پایلې، امریکا ته متوجه دي او که له دې وروسته په غزه کې په ځانګړې توګه د رفح په سرحدي ښارګوټي کې کومه بده پېښه رامنځته شي، د بایډن حکومت به په مستقیم ډول د هغې مسئول وي.