جهاد اسلامي د فلسطینیانو عام وژله وغندله
یرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ په یوې بیانیې کښې د غزې تړانګې په «النابلسي» میدان کښې د وږو کډوالو د عام وژلې په غندلو سره د دغو جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې په چوپتیا نیوکه وکړه.
د جهاد اسلامي غورځنګ په بیانیې کښې ویل شوي دي د اسرائیلو نیواکګر رژیم ځواکونو په سلګونو فلسطینیانو چې د خپلو وږو ماشومانو لپاره د اوړو د ټرکونو په انتظار وو حملې وکړې.
د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ ټینګار وکړ دغه نوی جنایتکارانه اقدام د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د پوځ د جنایتکارانه کړچار بل ثبوت دی.
جهاد اسلامي غورځنګ د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې بې عملۍ د فلسطینیانو د عام وژلې لپاره د اجازې د ورکولو په شان وبلله.
په تیرې پنجشنبې ورځ د اسرائیلو ظالم رژیم په زرګونو بې کوره شویو وږو کسانو باندې چې د غزې په النابلسي میدان کښې د اوړو د ترلاسه کولو په تمه وو حملې وکړې او په دغه جنایت کښې یې یوسل دولس فلسطینیان شهیدان کړل او کابو اته سوه نور یې ژوبل کړل.