په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو بریدونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i148002-په_غزې_تړانګې_باندې_د_اسرائیلو_بریدونه_دوام_لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی نن هم د فلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم ظالمانه حملې روانې دي.
(last modified 2024-03-21T21:53:38+00:00 )
Mar 22, 2024 01:46 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو بریدونه دوام لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی نن هم د فلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم ظالمانه حملې روانې دي.

د صهیونیسټ رژيم پوځ د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې د امریکا، د بریتانیا ، د فرانسې ، جرمني او د نورو اروپايي هیوادونو په کامل ملاتړ سره د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې حملو ته دوام ورکړی دی.

د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم جنګي الوتکو پرون او نن سهار هم د غزې تړانګې په مرکز کښې په النصیرات کیمپ باندې څو ځله بمبارې وکړې چې له کبله یې تراوسه نهه فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شوي دي.

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو دغه راز د غزې ښار په لویدیځ کښې په یوه کور باندې هم بمبارې وکړې.

له دې سره په یووخت د صهیونیسټ رژیم پوځ د غزې ښار د لویدیځ په ځینو سیمو او په «الرشید» واټ کښې په کورونو باندې ډزې وکړې.

په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د تیریو په پیلیدا سره د اردن سین په لویدیځه غاړه او د نابلس ، طولکرم ، د جنین او د الخلیل په شمول د دغه سیمې په بیلابیلو ځایونو کښې فلسطیني ځوانان او مبارزان د صهیونیسټ رژيم له پوځیانو سره مقابلې ته راپورته شوي دي.

په عین حال کښې د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله هم پرون د لبنان په جنوبي سیمو باندې  پرله پسې تیریو او د غزې تړانګې د بې دفاع خلکو پرضد د اسرائیلو د وحشي رژيم پرله پسې جنایتونو ته په ځواب کښې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د دغه رژیم په مرکزونو باندې د توغندیو بریدونه وکړل.

د فلسطین د مقاومت ډلو لخوا د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیلیدا وروسته د لبنان حزب الله د فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم د زیاتو عسکرو د بوخت ساتلو او په غزې کښې په مقاومت ډلو باندې د دباو د کمولو لپاره هره ورځ د نیواکي فلسطین یعني د اسرائیلو په خاوره کښې د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو  او اهدافو باندې حملې او سخت عملیات ترسره کوي.

په دې زمینه کښې د اسرائیلو «یروشلم پوسټ» ورځپاڼې د لبنان د حزب الله او د فلسطین د حماس غورځنګ په پیاوړي توان او د دوې په پینځه میاشتې پایدارۍ او د اسرائیلو په ناتوانۍ اعتراف کړی دی.