د فلسطین نیواک د اروپايي استعمار ښکاره بیلګه ده
پارس ټوډې ـ د کډوالو یهودیانو لخوا د فلسطین نیواک د اروپايي استعمار تاکتیکونو ته ورته دی او دغه نیواک د اروپایانو د استعمار بیلګه دی.
اروپایان چې هر ځاې ته لاړل، په امریکا ، په اسټرالیا او افریقا کښې یې دغه تفکر نندرې ته وړاندې کړ: ځمکې ونیسئ، تر هغه ځایه چې ممکنه ده زیاتې ځمکې لاس ته راوړئ او هغه کسان چې مقاومت وکړي له مینځه یوسه.
اسرائیل میاشتې میاشتې کیږي چې د حماس غورځنګ د له مینځه وړلو په ادعا سره د فلسطین په غزې تړانګې باندې سختې بمبارې کوي.
اسرائیل نشي کولای یوې ایډیالوژۍ ته ماتي ورکړي ، که چیرې د تاسو ځمکې نیول شوي وي نو حق لرئ چې مقاومت وکړئ.
د دغه نیواک په دوام سره دغه ایډیا به دوام ولري او له یوه نسل څخه به بل نسل ته منتقله شي.
اسرائیل غواړي هغه فلسطینیان چې حاضردمه په غزې تړانګه کښې دي مصر ته تلو ته مجبوره کړي.
د اسرائیلو هدف کاملا واضح دی.
اسرائیل د یوه داسې ځانګړی یهودي هیواد د جوړولو هڅه کوي چې هلته کوم فلسطینی یا کوم عرب نه وي.
اسرائیل غواړي په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو نفوس کم کړي.
هغه کار چې اسرائیل یې اوس د فلسطین په شمال کښې کوي د یوې حائلې سیمې رامینځته کول دي چې هلته هیڅ فلسطینیان نه وي او اسرائیل غواړي د جبالیه او د بیت حانون په شان سیمې د فلسطینیانو له وجود څخه پاکې کړي.
اسرائیل داسې فکر کوي چې فلسطینیان به د صهیونیسټ رژيم لپاره هیڅ ګواښ نه وي.
په نولس سوه اوه شپیتم میلادي کال کښې چې د «جیمز بالفور» اعلامیه د اسرائیلو د خپلواکۍ د اعلانیدا سبب شوه د فلسطین د یهودیانو شمیر یوازې شپږپنځوس زره(۵۶۰۰۰) تنه و.
هغه وخت چې په نولس سوه دوه ویشتم میلادي کال کښې د انګلستان د قیمومیت رژیم پرانیستل شو د یهودیانو پرمخ په کامل ډول دروازې پرانیستل شوې او له نولس سوه نهه دیرشم میلادي کال څخه تر نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال پورې پورې د جنګونو په اوږدو کښې او په نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال کښې د ویش د پلان تر وخت د یهودیانو مهاجرت په ډیرې چټکۍ سره دوام وکړ او د یهودیانو شمیر شپږ لکه پینځه شپیته زرو ته ورسید.
د دغه چارې دلیل په فلسطین کښې په هغه وخت کښې د انګلستان قیمومیت و.
دا په دې معنا و چې انګلستان لوړرتبه اجرايي مدیر و خو باید ټینګار وکړو چې واکمن کیدل په دې معنا نه دي چې تاسو مالک یاست. واکمنۍ هیڅکله بریتانیا ته ورنکړل شوه.
په داسې حال کښې چې د انګلستان په ملاتړ سره د فلسطین د یهودیانو نفوس مخ په زیاتیدا وو د فلسطین عربان له خپلو ځمکو څخه وویستل شول.
په نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال کښې چې اسرائیلو خپلواکۍ اعلان کړه د فلسطیني کډوالو شمیر څه د پاسه اوه لکه پنځوس زره و.
دغه مطلب د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره د میډل ایسټ اینټرنیټ پاڼې د مدیر له مرکې څخه اخیستل شوی دی.