د مقاومت په چورلیز کښې د یمن غړیتوب ویاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i148942-د_مقاومت_په_چورلیز_کښې_د_یمن_غړیتوب_ویاړ_دی
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» د مقاومت په چورلیز کښې د خپل هیواد غړیتوب د یمن د خلکو د ویاړ او د سرلوړۍ سبب وباله.
(last modified 2024-05-27T00:40:21+00:00 )
May 27, 2024 04:58 Asia/Kabul
  • د مقاومت په چورلیز کښې د یمن غړیتوب ویاړ دی

المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» د مقاومت په چورلیز کښې د خپل هیواد غړیتوب د یمن د خلکو د ویاړ او د سرلوړۍ سبب وباله.

هغه پرون د فلسطین له ملت  څخه د یمن په ملاتړ باندې ټینګار سره وویل د مقاومت چورلیز یوازنۍ جبهه ده چې د فلسطین د ملت د حقوقو احقاق به تضمین کړي.

د یمن پوځ له تیرو څو میاشتو راهسې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملت د مقاومت د ملاتړ لپاره د امریکا او د بریتانیا او د صهیونیسټ رژیم په څو کشتیو او په هغو کشتیو باندې چې په سره سمندر او باب المندب اوبلاره کښې نیواکي فلسطین ته تللې حملې کړي  دي.