د اسرائيلو په ضد د ډيپلوماسئ سونامي
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د اسرائيلو په ضد د ډيپلوماسۍ سونامي نومې ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو په داسې شرائطو کې چې په غزې تړانګې کې د فلسطین دمظلوم او مقتدر ملت په نسل وژنې کې د صهیونیسټ نیواکګرو جنایتونه هره ورځ د نړۍ د رسیندویو د خبرونو په سر کې دي ،له نړیوالو تیریګرو څخه د نفرت او کرکې لمن په پراخیدو ده.
لویدیځي رسندوئې د تیر کال په اکتوبر کې د طوفان الاقصی له عملیاتو تر مخکې پورې ددې لپاره چې له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ او یهود ضده کارونو تورن نشي،د اسرائيلو له جعلی رژيمه په ملاتړ کې ئې د لویدیځي حکومتونو د ملاتړ په لړ کې په نیواکي ټاټوبو کې د صهیونیسټانو د جنایتونو خبرونه اپوټه رسول.دوي له صهیونیسټي رژيم سره د فلسطینیانو مقاومت او مبارزه یو ترهه ګر اقدام بالۀ او د صهیونیسټانو جنایتونه او تیري ئې له ځانه ددفاع په پوښښ سره خپرول. البته په تیرو اتو میاشتو کې د سیاست او خبر په نړۍ کې یو لړ مهم بدلون رامینځةشوی دی. یو داسې بدلون چې له دې تر مخکې پورې هیچا ئې تصوّر نه کاوۀ. د فلسطین له مقاومته ملاتړ اوس په یوه نړیوال ټرینډ بدل شوی دی. متقابلا د درستې نړۍ لپاره د صهیونیسټي توکمپال رژيم ماهیّت ښکاره شوی دی. ګارډين ورځپاڼې دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټي رژیم په څو جبهو کې له ؛ ډيپلوماټيکې سونامي؛ سره مخ شوی دی، ولیکل،چې په غزې کې د جنګ پراختیا او په لویدیځي غاړې کې د فلسطینیانو په ضد د ښارګوټو اوسیدونکو د تاؤتریخوالو بې وخینې زیاتیدا،ددغه وحشي رژيم د منزوي کیدا سبب شوې ده .له دې مخکې اروپایوازینۍ براعظم ؤ چې زیاترو هیوادونو ئې هماغه شان د یوه خپلواکه هیواد په درلودلو کې د فلسطینیانو لپاره هیڅ حق په رسمیّت نه پیژند. خو اوس د هغو هیوادونو لمن چې د ختیځي بیت المقدس په پلازمینې د یوه فلسطینی حکومت د جوړیدا ملاتړ کوي،اروپا ته هم غزیدلې ده. اسپانیا،آیرلینډ جمهوریّت او ناروې هغه ترټولو نوي اروپائي هیوادونه دي چې د فلسطینی حکومت د جوړیدا د ملاتړو په صف کې شامل شوي دي.څه د پاسه نهو اروپائي هیوادونو د یوه فلسطینی هیواد جوړیدا په رسمیّت پيژندلې وه.
ګارډيّن انګریزي ژبې ورځپاڼې په یوه راپور کې د فلسطین د خپلواکه هیواد د په رسمیت پيژندنې کې د اسپانیا،ناروې،ایرلینډد بې مخینې اقدام انعکاس ته پام کړی دی.دغه بریتانوي خپرونې خپل خبری راپور د آیرلینډ د لومړي وزیر سایمن هریس د وینا په استناد سره پيل کړی دی.؛سایمن هریس،د فلسطین د خپلواکه حکومت په ملاتړ کې دغه سیاسی پيښه مهم ټکی نه یوازې په اروپائي هیوادونو کې،بلکې له یوه خپلواکه فلسطیني حکومته په برخمنیدا کې د فلسطین د ملت په روا حق کې دنورو لسګونو هیوادونو د عملی او تاریخي ملاتړ په دوام کې بللی دی. تراوسه پورې دنړۍ 146 هیوادونو د فلسطین حکومت په رسمیّت پيژندلی دی. د ګارډیّن شناندي د فلسطین د حکومت دملاتړ سپَڼکی په تیره بیا په شنې لوئې وچې کې ډير مهم بللی او د اسرائیلي رژیم په مقابل کې ئې د فلسطین د ملت په ملاتړ کې ئې دغه صف جوړیدا،د اروپائي هیوادونو لپاره د مهمو اغیزو لرونکي وبلله. په غزې کې د صهیونیسټانو له وروستیو جنایتونو ترمخکې پورې د اسرائيلو او عربانو د سازباز د مذاکراتو بهیر دامریکا په لاس کې ؤ. د فلسطین دحکومت جوړیدا او د 1967 کال ترمخکې پورې پولو ته د صهیونیسټانو شاتګ په دغو خبرواترو کې هم یوه ترټولو اصلی موضوع ده. خو د سازباز دخبرو اترو په له درو لسیزو په زیاتې مودې کې صهیونیسټان د فلسطین د حکومت جوړیدا منلو ته تیار نه شول. په غزې تړانګې کې له وروستیو بدلونونو وروسته د فلسطین د حکومت دجوړیدا موضوع په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې د صهیونیسټانو د جنایتونو د ختمیدا لپاره په یوه اصل بدله شوې ده. د ګارډیّن په لیکنې سره، که څه هم، د اروپائي هیوادونو په نزد د یوه فلسطینی حکومت د په رسمیّت پيژېندې یو تر ټولو مهم اثر؛ د اوسلو د موافقې او د اوربند د خبرواترو د پیلیدا له وخت راهسې د فلسطین د حکومت او اسرائیلو ترمینځ د سولې دخبرواترو پر بهیر د امریکا د متحده ایالاتو پخپله دبلل شوي سرپرستۍ پای ته رسیدل شروع شوي دي.دغه انګریزي ژبې خپرونې ددغه رژيم په پخوانیو مشرانو کې د فلسطین د ملت د ملاتړ ټکانونو ته مخه کړې او لیکلي ئې دي؛ د اسرائیلو پخواني لومړی وزیر ایهود باراک د دغه رژیم د سیاستونو په علت د ډيپلوماسۍ د سونامي د خطرې په لاره کې د تل ابیب په روانیدا باندې اعتراف کړی دی. ایهود باراک په دې اند دی؛د ډيپلوماسۍ دغې سونامي،په وروستیو اونیو کې د اسرائيلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د قدرت د ستنو د لړزانتیاپيل کړې ده.د نتنیاهو د توکمپال او زوړپال حکومت د مخالف لوري (اپوزیشن) مشر یائیر لاپيډ،د درو اروپائي هیوادونو د اقدام په باب په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ د فلسطین د هیواد د په رسمیّت دپیژندلو لپاره د ناروې، اسپانیا او ایرلینډ فیصله د اسرائیلو لپاره یوه بې مخینې سیاسی او ډيپلوماټيکه ناکامي ده .
د امریکا یو مشهور نظریه وړاندې کونکی او شناندی نوام چامسکي وائي، هماغه سونامي چې دجنوبی افریقا آپارټائيډ رژيم ئې نابود کړ،د اسرائيلو به لور په حرکت کې ده. د درو اروپائي هیوادونو په وسیله د فلسطینی حکومت د په رسمیّت پيژندنې څخه مخکې اسرائيل د هیګ اپیل د نړیوالې محکمې او د انصاف د نړیوالې محکمې له خوا له دوو فیصلو سره مخامخ شوی دی. د انصاف نړیوالې محکمې (آئي سی سې) قاضیانو د جنوبی افریقا په شکایت سره په دوو بې مخینې فیصلو کې اسرائيل د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن کړي او د سملاسی اور بند غوښته ئې کړې ده. د انصاف نړیوالې محکمې د مي په 24 په دوهمې فیصلې کې حکم ورکړی چې صهیونیسټي رژيم باید په رفح کې اوسني پوځي عملیات ودروي .دغه اورګان همداراز صهیونیسټ رژيم ته حکم ورکړی څو له مصر سره سرحدي ستره لاره پرانیزي څو غزې ته د حقیقت موندونکي کمیټې د مامورانو او پلټونکو له لاس رسي ډاډ او د انسان دوستۍ د مرستو د واریدیدا امکان برابر شي. د انصاف د نړیوالې محکمې له فیصلې مخکې ، د اپيل نړیوالې محکمې (ائي سي سی) د مئ په 20 نیټه د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو او د جنګ د وزیر یوآو ګالانټ لپاره د جنګي جنایتونو او د بشریّت په ضد د جنایتونو په خاطر د جلب د حکم د صادریدا غوښته وکړه. د اپیل د نړیوال عدالت د لوي څارنوال دغې بې مخینې غوښتې د اسرائيلو د توکمپالو مشرانو او د هغو امریکائي ملاتړو سخته غوسه راوپاروله، تر دې حده چې ددغې محکمې قاضیان د صهیونیسټانو او امریکا په وسیله وګواښل شول او امریکا ته ئې په واریدیدا بندیز ولګید.
په نړیوالو اورګانونو کې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټانو د جنایتونو له دوام سره د مخالفتونو لمن په بې مخینې اندازې سره په زیاتیدا ده او دا سرائيلو له ماشوم وژونکي او نسل وژونکي رژيم څخه د امریکا بې چون او چرا ملاتړونه، له صهیونیسټي رژیمه د نړیوالو اورګانونو دنیوکو په مخنیوي کې هیڅ اغیزې نه لري. په واشنګټن کې د قدس دنیواکګر رژيم پخواني سفیر ایتمار رابینوویچ په دې زمینې کې ووئیل؛ممکنه ده د اپيل د نړیوالې محکمې وروستی اقدام فوری عملی اغیزې ونه لرل شي، خو په ټول کې ، دغه صهیونیسټ ضده خوځښتونه،یوازې د اسرائيلو د نړیوال حیثیّت د داغي کیدا ښودنه نه ده ،بلکې په عین حال کې د امریکا دنفوذ پر کمیدا هم دتایئد ټپه وهي :
رابینوویچ وئيلی دي ، چې د نړیوال سیاست قواعد بدل شوي دي او دنړۍ نور هیوادونه،له امریکا دتیریدا په حال کې دي او ګواکې غواړي ، واشنګټن ته ووائي، چې سمه ده چې مونږ په ملګروملتو کې تاسو ته ماته نه شو درکولی، خو مونږ اوس دوه نړیوال عدالتونه لرو، او دغو دواړو نړیوالو عدالتونو ته به چې تاسو ورباندې کنټرول نه لرئ، مخه کړو.
صهیونیسټ رژيم په یوه ښونځي کې د لسګونو پناه اخستونکو ماشومانو اوښځو په قتل عام پسې،د ملګروملتو د سرمنشي له غبرګون سره مخ شوی دی . د ملګروملتو د فلسطینیو کډوالو ادارې (آنروا) وئیلي دي، دغزې په مرکز کې په یوه ښونځي د اسرائیلو د حملې په وخت ،په دغه ښونځي کې شپږزره کسانو پناه اخستې وه . دغه نړیوال اورګان،د غزې په مرکز کې په یوه ښونځي د اسرائيلو په هوائي حملې کې د لسګونو کسانو له وژل کیدا وروسته ددغې حملې په بیانولو کې وئيلی دي،په غزې کې یوه بله وحشتناکه ورځ وه:: د اسرائیلو ۱۳ چینل راپور ورکړی دی چې د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش اسرائیلی چارواکو ته اطلاع ورکړې چې نیّت لری اسرائیل د ماشوم وژونکو هیوادونو په تور لیسټ کې راولي.چې صهیونیسټي چارواکي د ملګروملتو د سرمنشي ددغې فیصلې له امله سخت په قهر او اندیښمن شوي دي. ملګري ملتونه به په دغې فیصلې سره د لومړي ځل لپاره د اسرائیلو پوځ د ماشومانو د قاتل او کړونکي په توګه معرفی کړی. د ملګروملتو په تورلیسټ کې د تل ابیب د نامې شاملیدا به په دې معنا وي چې دغه رژيم خپله پخپله ددغه نړیوال اورګان له خوا له ځينو بندیزونو سره مخ شي. د صهیونیسټ رژیم پوځ په غزې باندې په خپلو وحشي ډوله حملو اوبمباریو کې تر وروستیو پورې څه دپاسه پنځلس زره فلسطینی ماشومان شهیدان کړي دي چې د فلسطینیو شهیدانو د ټولو شهیدانو کابو څلویښت فیصدي برخه جوړوي.
شپږ اویا کلونه د فلسطین د نیواک له وخته تیریږي او صهیونیسټان، او د اسرائيلو د جعلی حکومت اروپائي او امریکائي ملاتړي ئې د یهودي صهیونیسټانو په وسیله د فلسطین دنیواک د رواوالی لپاره ډيرې هلې ځلې کوي، دوي هڅه کړې او دوام ئې ورکړی دی چې دد فلسطین د نیواکګرو صهیونیسټانو لپاره له یهود ضده اقداماتو سره د مقابلې په پوښښ کې د صهیونیسټانو لپاره په مظلوم نمائۍ سره محبوبیّت رامینځةکړي، خو هغه ټوله پانګونې چې صهیونیسټان اوپه امریکا او اروپا کې د هغو ملاتړو د مقبولیّت او رواوالي د رامینځةکولو لپاره کړي دی، په غزې تړانګې کې په تیرو اتو میاشتو کې د بې رحمه وژلو او جنایتونو له امله له مینځه تللي او اسرائيل ئې په نړۍ کې په یوه کرکیجن رژیم بدل کړی دی.له فلسطینه په بهر کې ئې د صهیونیسټ توکمپال رژيم سرغنې د نیولو او ګواښ له خطرې سره مخ کړي دي . اسرائيلی ښاریز هڅه کوي ، له نیواکي ټاټوبو په بهر کې خپل هویّت پټ وساتي. په نړیوالو اورګانونو کې د اسرائيلو استازي رد او رټل کیږي. په دې زمینې کې په یوې ترټولو وروستۍ پیښې کې د کار په نړیوالې ادارې کې په وروستۍ غونډې کې یوه پیښه رامینځةشوې ده.د کار د نړیوالې ادارې دغړو هیوادونو دنمایندګۍ پام وړ شمیر د کار دنړیوالې ادارې په نړیوال کنفرانس کې د فلسطین په باب په ځانګړي ناستې کې د اسرائیلو د جعلی رژيم د نماینده د و ینا په وخت له هغه ځایه بهر ووتل .
خوږو دوستانو د دغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخته مو په نیاؤمن خدای سپارو ،سوکاله او سلامتیا مو له پاک خدایه غواړو بریالي ووسئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************