په غزه یو ځل بیا صهیونیسټ رژیم بریدونه کړي
د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو نن سهار د غزې تړانګې په سویل او د النصیرات کمپ په سویل کې پر یوه کور بمباري کړې ده.
د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، پر غزې تړانګې د جنګ له پیله تراوسه څه دپاسه اووه دېرش زره فلسطینیان شهیدان او کابو پنځه آتیا زره نور ژوبل شوي دي.
پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ۲۵۲مه ورځ هم، د دغه رژیم جنګي الوتکو د غزې تړانګې مختلفې سیمې د خپلو بریدونو موخه وګرځولې.
فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې اسرائیلي جنګي الوتکو نن سهار د غزې تړانګې په مرکز او د النصیرات کمپ په سویل کې، پر یوه کور بمباري کړې، چې له امله یې درې فلسطینیان شهیدان او لس نور ټپیان شوي دي.
د صهیونیسټي رژیم پوځیانو نن هم د غزې ښار په سویل ختیځ کې د الزیتون سیمه په نښه کړې ده. د غزې په مرکز او په البریج کمپ کې هم د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله یو شمېر فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په غزې تړانګه کې د جګړې له پیله تر اوسه، څه باندې ۳۷ زره فلسطینیان شهیدان او کابو ۸۵ زره نورهم ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې سیمه کې قحطي هم زیاته شوې او د غزې چارواکي وايي چې د سختې قحطۍ له امله، په سلګونه ماشومان او ناروغان، د مړینې له خطر سره مخامخ دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د دغه وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او په غزه کې د اوربند لپاره د امنیت شورا د وروستي پرېکړه لیک د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.