Jun 17, 2024 07:54 Asia/Kabul
  • په غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کې ۱۲۵ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله

د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې په تړانګه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټی رژیم په جنایتونو کې د ۱۲۵ فلسطینیانو د شهادت او ټپي کېدو خبر ورکړ.

د غزې د تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم په حملو کښې ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي او ۹۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

دصهیونیسټ رژیم پوځیانو د یکشنبې په سهار د غزې تړانګې په مرکز کې د النصیرات کمپ په شمال کې د المغراقه ښارګوټی د استوګنې ودانۍ په نښه کړې .

د صهیونیسټ رژیم له لورې د تیرو شاوخوا اته میاشتو په بریدونو کې تر اوسه شاخوا ۳۷ زره فلسطیني وګړي شهیدان او له ۸۵ زرو زیات ټپیان شوي دي.

 

ټیګونه