حسن نصر الله: لبنان کښې د صهیونیسټانو ترهګر عملیات، د جنګ اعلان دی
د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دغه هیواد کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ وروستي ترهګر اقدامات، د اعلانِ جنګ په معنا وبلل.
ایرنا لیکلي چې سید حسن نصر الله پرون په یوه وینا کښې، په دې خبرې سره چې د مقاومت جنګیالي به له اسرائیلو نیواکګرو سره مقابلې ته دوام ورکړي، زیاته کړه: په ملکي وګړو باندې حمله، په ټولې نړۍ کښې یو بې مخینې جنایت دی.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي دې ټکي ته په اشارې سره چې صهیونیسټي دښمن د امریکې او ناټو په ملاتړونو سره د ټیکنالوجۍ په برخه کښې پرمختګ کړی دی، څرګنده کړه: د جنګ ماهیت، نښته ده او د اسرائیلو د وروستي برید له دباؤ سره سره به د مقاومت ځواکونو د نیواکګر دښمن په وړاندې اودریږي.
هغه د ایران او عراق په شان هیوادونو په قدرونې سره چې لبنان ته یې مرستې لیږلې دي، ټینګار وړ: صهیونیسټي دښمن ټول قوانین او سرې کرښې ت پښو لاندې کړې.
سید حسن نصر الله تاکید وکړ چې صهیونیسټي دښمن به له عادلانه قصاس او سخت حساب کتاب سره مخامخ شي.