حزب الله تل ابیب په نښه کړ؛ یو میلیون صهیونیسټان په پټنځایونو کې پټ شول
(last modified Thu, 26 Sep 2024 07:11:54 GMT )
Sep 26, 2024 11:41 Asia/Kabul
  • حزب الله تل ابیب په نښه کړ؛ یو میلیون صهیونیسټان په پټنځایونو کې پټ شول

پارس ټوډې - د صهیونیسټي پوځ راډیو، د لبنان د حزب الله لخوا پر تل ابیب باندې د لومړي راکټي برید خبر ورکړ.

د الجزیرې د راپور په اساس، د صهیونیسټي پوځي راډیو پرون چهارشنبه اعلان وکړ: د لبنان د حزب الله لومړی توغندی د نننۍ جګړې په ترڅ کې د تل ابیب په لور وتوغنول شو.

د صهیونیسټي پوځ راډیو همدارنګه، د تل ابیب په لور د لبنان د حزب الله د بالیسټیک توغندیو د شنډولو لپاره، د فلاخن داوود توغندوي سیسټم د فعالېدو خبر ورکړ.

د دغه راپور له مخې، د لبنان حزب الله پر تل ابیب د پرون ورځې په حملې سره، د لومړي ځل لپاره د صهیونیسټي اهدافو په خلاف د اوږده واټن ویشتونکی توغندی استعمال کړ.

المیادین خبري سایټ هم د لبنان په سویل کې د خپل خبریال په حواله په یوه راپور کې ویلي چې د قادر ۱ توغندی د اوږد واټن ویشتونکی توغندی دی، چې په دغه جنګ کې د لومړي ځل لپاره کارول شوی دی.

عبري رسنیو هم راپور ورکړی چې د خطر زنګ په غږولو سره یو میلیون صهیونیسټان په څو دقیقو کې په تل ابیب کې پناه ځایونو ته ننوتل.

د عبري ژبې رسنیو همدارنګه، د تل ابیب په شمال کې په نتانیا، شارون او عیمق حیفر کې د خطر زنګونو د غږول کېدو خبر ورکړی دی.

عبري رسنیو منلې چې د لبنان حزب الله یوازې په یوه ورځ کې د صهیونیسټي رژیم پر مرکزونو څه دپاسه څلور سوه توغندي ویشتلي دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، یاد شوی شمېر په تېر کال کې له صهیونیسټي دښمن سره د جګړې له پیل راهیسې د حزب الله له خوا د توغول شویو توغندیو تر ټولو لوړ شمېر دی.

کلیدي کلمې: صهیونیسټي رژیم، د لبنان حزب الله، میزایل، تل ابیب، بالسټیک.

ټیګونه