د اسرائيلیانونفسیاتي ترینګلتیا؛نشه ایزومواد او د خودکشیو زیاتیدا
پارس ټوډې- د ۲۰۲۲کال اپریل،د هغواسرائيلیانو فیصدي چې له ډيرو خطرناکو نشه ایزو موادو یا درګز څخه استفاده کوله،۲۲.۷ فیصدو ته رسیدلې او په غزې د دغه ریژيم د تیریګرو حملو په پیلیدا سره دغه اندازه او شمیر ډير زیات شوی دی.
نن سبا په صهیونیسټانو کې د نشه ایزو موادو استفاده او ځان وژنې ډيرې زیاتې شوي دي،یوه داسې موضوع چې له بل هرشي زیاته د اسرائیلو په ټولنې کې د نفسیاتي او روحي بحران یوه برخه نندارې ته وړاندې کوي.
پارس ټوډې راپور ورکړی، د صهیونزم او یهودیّت د حوزې یو څیړاند علی معروفي آراني په مهر خپرونې کې په یوه یاددښت کې لیکي؛په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د تیریګرو حملو په پیلیدا سره ،د هغو صهیونیسټانو شمیر چې د شرابو،چرسو و نورو اپیمو په څير له نورو نشه ایزو موادو څخه استفاده کوي، پنخه ویشت فیصدو پورې زیات شوی دی.
دهغو مطالعاتو په اساس چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر او دسمبر کې صهیونیسټي سرچینو ترسره کړي دي،د ۲۰۲۳کال د اکتوبر د اومې له حملو (د طوفان الاقصی عملیاتو ) او دغزې له جنګ وروسته د صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو د نشه ایزو موادو مصرف زیات کړی او دغه راز د خوب راوستونکو او آرام بخښونکو درملو مصرف په ترتیب سره یو سل اتیا فیصده او اویا فیصده زیات شوی دی.
په صهیونیسټانو کې د نشه ایزو موادو استعمال کومه نوی خبره نه ده ،البته د ځينو راپورونو په اساس صهیونیسټي پوځیان له دې مخکې هم په دې حوزې کې لازیات مواد مصرف کړي دي. هغه راپور چې په ۲۰۱۲کال کې یوې بریتانوئ موسیسې خپور کړی، په صهیونیسټي پوځیانو کې د نشه ایزو موادو څخه استفاده تر ۲۲ فیصدو پورې اعلان شوې او ښودلې ئې وه چې له ۱۹۹۳کاله تر ۲۰۱۲کال پورې په مودې کې د اسرائيلو په پوځ کې دنشه ایزو موادو مصرف کابو څلور برابره زیات شوی دی.
وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د اسرائیلو یروشلم پوسټ ورځپاڼې هم په یوه راپور کې وئيلي چې د حشیشو یا چرسو ماده په اسرائيلي پوځیانو کې یوه ترټولو زیاته پلوي لرونکي اپیمي ماده ده.
همداراز هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې هم د د اسرائيلي روبین مرکز کې د نفسیاتي دردونو او د خودکشۍ د څيړنیز مرکز مشر یوسی تفي پلز له قوله منلې ده چې ، دغزې جنمګ د اسرائيلي عسکرو پر نفسیاتي وضعیّت ډيرې بدې اغیزې شیندلي دي او د دهغو آشنا پوځيانو په وینا چې خودکشۍ ئې کړي دي، دوي د هغو جنایتونو له کبله چې په غزې کې ورسره مخامخ شوي دي، له نفسیاتي پلوه ډیر کړیدل او ځان وژنې ئې کړي دي .
په همدې ارتباط کې د صهیونیسټي رژيم د ریډیو او ټیلیویژني چارو ادارې د ۲۰۲۴کال دنومبر په یوه راپور کې وئيلي دي د اسرائيلو یوه رضاکار یا ریزرؤ عسکر عساف ډګن خودکشي کړې ده . له دې وروسته هم د اسرائيلو دپوځ یو عسکر سانتیاګو عوادیا د غزې له جنګه ستنیدا وروسته خودکشي کړې ده .
سی این این خبری چینل هم په یوه راپور کې په غزې کې د اسرائیلي پوځ د انساني جنایتونو پراختیا او زیاتیدا ته په اشارې سره لیکلي دي، په هغو عسکرو کې د خودکشۍ د اندازې زیاتیدا چې له غزې جنګه بیرته ګرځي، د هغه جدي نفسیاتي تاوانونو ښودنه کوي، چې په دغې تړانګې کې په روانې نسل وژنې کې ښکیل کسان ئې تجروبه کوي.
ددغه راپور په اساس، د اسرائيلو پوځ دمګړئ له هغو زرګونو عسکرو سره لاس او ګریوان شوی چې د غزې په جنګ کې د ټروما(له پیښې وروسته د سټریس د زیاتیدا) له امله په نفسیاتي ناروغیو ککړ شوي دي.