د عوفر له زندانه د فلسطیني اسیرانو خوشې کیدل دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i156872-د_عوفر_له_زندانه_د_فلسطیني_اسیرانو_خوشې_کیدل_دوام_لري
د صهیونیسټي رژيم له عوفر نومي جیل څخه د فلسطیني اسیرانو ډک ګاډي، د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د رام الله په لور تلي دي.
(last modified 2025-01-30T23:33:33+00:00 )
Jan 31, 2025 04:02 Asia/Kabul
  • د عوفر له زندانه د فلسطیني اسیرانو خوشې کیدل دوام لري

د صهیونیسټي رژيم له عوفر نومي جیل څخه د فلسطیني اسیرانو ډک ګاډي، د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د رام الله په لور تلي دي.

ایرنا د الجزیره چینل په حواله لیکلي چې له عوفر نوي زندانه فلسطیني بندیان، په رام ا... کښې «بیتونیا» سیمې ته رسیدلي دی.

فلسطیني رسنۍ وايي، د صهیونیسټي رژيم د پلمو او کارړنګونو په وجه له رامینځته شوي ځنډ وروسته د فلسطیني اسیرانو آزادي دوباره پیل شوې او په ۱۱۰ فلسطیني اسیرانو مشتمل موټران، له عوفر جیل نه وتلي دي.

د فلسطیني اسیرانو آزادي په داسې حال کښې ده چې د صهیونیسټي رژیم چارواکو په غزه کښې له اوربند وروسته او همداشان د اسیرانو د آزادۍ په خوشالۍ کښې د فلسطین د خلکو او جنګیالیو په پراخ شتون سره د فلسطیني مقاومت له پرتمینو دستورو په غصه کیدو سره، ویلي وو چې د دغو فلسطیني اسیرانو خوشې کول یې بند کړي دي.

د فلسطین مقاومت، پرون درې صهیونیسټي او پنځه تایلینډي اسیران، له صهیونیسټي رژيم سره د اسیرانو د تبادلې د دریمې مرحلې په چوکاټ کښې آزاد کړل او په بدل کښې یې ۱۱۰ فلسطیني اسیرانو راخوشې شول.