اسراییل څه ډول سوریه غواړي؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i157952-اسراییل_څه_ډول_سوریه_غواړي
پارس ټوډې - وال سټریټ ژورنال په سوریه کې د تفرقې او ویش د رامنځته کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم هڅې افشا کړې.
(last modified 2025-03-06T07:09:43+00:00 )
Mar 06, 2025 11:36 Asia/Kabul
  • اسراییل څه ډول سوریه غواړي؟

پارس ټوډې - وال سټریټ ژورنال په سوریه کې د تفرقې او ویش د رامنځته کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم هڅې افشا کړې.

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د اسراییلو رژیم هڅه کوي چې د سوریې دروزیان  قانع کړي چې په دمشق کې نوی حکومت ونه مني. د پارس ټوډې په وینا، راپور یادونه کوي چې دغه ژیم د دې هدف ترلاسه کولو لپاره میلیاردونه ډالر مصرفوي. یو داسې عمل چې د امنیتي شنونکو له نظره، په سوریه کې د ویش او بې اتفاقۍ رامینځته کول دي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، د اسراییلو رژیم د نړۍ له قدرتونو سره په سوریه کې د یو نوي دولت د جوړولو په اړه لابی کوي چې د کورواکه   قومی  سیمو فدرالي سیسټم وي چې له  اشغال شوي فلسطین سره په پوله کې له  سویلي سرحدي سیمو غیر نظامي وي.

تر دې مخکې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سوریې د سویلي برخې د بې وسلې کولو غوښتنه کړې وه.

د شنونکو په وینا، د صهیونیسټ رژیم لید دا دی چې سوریه کمزورې او منزوي وساتي.

د دې راپور له مخې، که څه هم دا امکان نلري چې په دمشق کې نوي چارواکي به فدرالي نظام ومني، خو د اسراییل رژیم خپلې هڅې جاري ساتي. د اسد د حکومت له نسکورېدو راهیسې په دریو میاشتو کې، اسراییل د سوریې پوځي زیربناوې په نښه کړې دي ترڅو د هیواد د نویو چارواکو لاسونو ته د وسلو د رسیدو مخه ونیسي.

په عین حال کې، د سوریې ځینې قومي مشران اندیښمن دي چې د صهیونیسټ رژیم هدف د سوریې د ډیرې خاورې نیول دي. دوی وايي چې رژیم اوس مهال د سوریې د قنیطره ولایت په عملي توګه کنټرول لري، چې د نیول شویو سیمو سره په پوله کې له دریو ولایتونو څخه یو دی.

حتی د سوریې د دروزی  ټولنې ځینې مشران اندیښمن دي چې د اسراییلو اوږدمهاله سیمه ایز اهداف به په سوریه کې نوره بې ثباتي رامینځته کړي او په هغه کې به ژور ویش او ډلې رامینځته کړي، چې کولی شي د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی رامینځته کړي.