یونیسف: په غزه کښې هره ورځ ۲۷ ماشومان وژل کیږي
د ماشومانو لپاره د تر ټولو لوی نړیوال سازمان ویاند نن پنجشنبې د غزې په تړانګه کې د روانو شرایطو په اړه بوږنوونکې احصایې وړاندې کړې او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.
د فارس خبري اژانس د خبر لهم خې "په غزه کې وضعیت خطرناک دی او موېږ د ګړنګ په غاړه یو." دا خبره په فلسطین کې د یونیسف (د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق) ویاند کاظم ابو خلف له الجزیرې سره په مرکه کې وکړه.
دا خبرې په داسې حال کې وشوې چې د غزې پر تړانګې د یرغل د بیا پیلیدو په ۳۱مه ورځ، نیواکګرو په غزه کې یو نوی قتل عام وکړ چې له ۲۳ څخه زیات فلسطینیان یې شهیدان کړل.
نن سهار، د خان یونس په مواصي سیمه کې د نیواکګرو ځواکونو د کډوالو په خیمو بمبارۍ کې د یوې کورنۍ د لسو غړو په ګډون له ۱۵ څخه ډیر فلسطینیان په اور کې وسوځېدل، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو، او یو شمیر نور ټپیان شول.
د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په پروژه کې هم د کډوالو په یوي خیمي د اسراییلو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ فلسطینیان شهیدان شول، او د جبالیا په کمپ کې د کډوالو په یوه خیمه د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د بلې کورنۍ اووه غړي شهیدان شول.
د یونیسف ویاند د اسراییلي رژیم د روانو جنایتونو له امله د غزې په تړانګه کې د روانو حالاتو په اړه وویل چې "د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د وژل شویو ماشومانو اوسط شمیر هره ورځ ۲۷ ته رسیدلی دی."
ابوخلف په دوام کښې له نړیوالو ټولنې وغوښتل چې غزې ته د مرستې د رسیدو د اجازتنامې ترلاسه کولو لپاره دې دباو واچوي. غزې ته د مرستې ننوتل باید د معاملې او چانه وهلو لپاره په یو اوزار بدل نه شي.
د یونیسف ویاند په دوام کښې د غزې د جنګ په هکله د نویو احصائیو په وړاندې کولو سره وویل چې په غزه کښې ۳۹ زره یتیم ماشومان موجود دي. د هغو کسانو شمیر چې له غزې تړانګې وتلو ته سخته اړتیا لري، ۱۶ زره تنه دی چې ۴ زره په کښې ماشومان دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر یسرائیل کاټز پرون ټینګار وکړ چې اسرائیل به د غزې تړانګې ته د مرستې د لیږلو اجازه ور نه کړي او دا کار په حماس باندې د دباؤ لپاره یو اوزار ګڼي. حماس هم د دغو څرګندونو په غبرګون کښې هغه «په جنګي جنایت باندې عمومي اعتراف» وباله.
حماس له نړیوالې جزايي محکمې وغوښتل چې د نتانیاهو، کاټز او بن ګویر په شان «ترهګرو» په شمول د نیواکګرو مشران اشتهاري اعلان کړي او د هغوي د جنایتونو په اړه دې ترې پوښتنه وکړه.
د اسرائیلي اسیرانو کورنیو هم په دې خبرې سره چې د غزې لپاره د کاټز پلان تش یو توهم دی، ویلي چې د ټولو اسیرانو د آزادولو یوازنۍ حل لاره، موافقه ده حتی که قیمت یې د جنګ خاتمه هم وي. */*/*/