ایا صهیونیسټان د اسرائیلو رژیم راتلونکي ته هیله لري؟
پارس ټوډی – «معاریو» عبري ژبې ورځپاڼې د صهیونیسټانو له نظره راتلونکي ته د هیلې په هکله د یوې نظر پوښتنې نتیجې خپرې کړې.
معاریو عبري ژبې ورځپاڼې د یوې نظر سنجې پراساس چې پایلې یې په تیرې یکشنبې ورځې خپرې شوې وویل شپږ شپیتو فیصده صهیونیسټانو د اسرائیلو د راتلونکي په هکله خپله هیله له لاسه ورکړي ده.
د پارس ټوډې د راپور پراساس د دغه نظر سنجې پراساس درې اویا فیصده صهیونیسټان باوري دي چې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو کابینه باید د حالاتو د ښه کیدا لپاره د غزې جنګ پاې ته ورسوي او ټول بندي اسرائلیان خوشي کړي.
د معاریو نظر سنجې همدغه راز ښودنه کوي چې نهه اویا فیصده صهیونیسټان د اسرائیلو د راتلونکي امنیت لپاره د عسکرۍ د خدمت لپاره د حریدي (Haredi)ځواکونو استول ضروري ګڼي.
د دغه نظر پوښتنې پراساس نهه دیرش فیصده صهیونیسټان باوري دي چې په راتلونکو شلو کلونو کښې به په اسرائیلو کښې د ژوند کیفیت به له نن ورځې څخه بدتره یا ډیر بدتره وي.