په غزه کې د ډوډۍ په لټه   ۸۴ ماشومانو شهیدان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162744-په_غزه_کې_د_ډوډۍ_په_لټه_۸۴_ماشومانو_شهیدان_شوي
پارس‌ ټوډی - د غزې د شفا روغتون مشر د ماشومانو د لوږې له امله د مړینې د شمېر د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او اعلان یې وکړ چې تر اوسه ۸۴ ماشومان د یوې ډوډۍ د موندلو په هڅه کې شهیدان شوي او دا شمېره لا هم په زیاتېدو ده. 
(last modified 2025-07-25T22:12:58+00:00 )
Jul 26, 2025 02:40 Asia/Kabul
  • په غزه کې د ډوډۍ په لټه   ۸۴ ماشومانو شهیدان شوي

پارس‌ ټوډی - د غزې د شفا روغتون مشر د ماشومانو د لوږې له امله د مړینې د شمېر د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او اعلان یې وکړ چې تر اوسه ۸۴ ماشومان د یوې ډوډۍ د موندلو په هڅه کې شهیدان شوي او دا شمېره لا هم په زیاتېدو ده. 

د غزې د شفا روغتون مشر «محمد ابوسلمیه»  د جمعې په ورځ وویل، یو له قربانیانو څخه د شکر ناروغ و چې د مناسبو خوړو او طبي پاملرنې د نشتوالي له امله مړ شو، چې دا د غزې د تغذیې او درملنې بحران شدت ښيي. 

هغه زیاته کړه: اوسنی وضعیت د ناکافي تغذیې څخه هاخوا دی او په بشپړه توګه د ټولو عمرونو، له ماشومانو تر زړو پورې، د تغذیې کمښت شاملوي.