د غزې د شهیدانو شمېر له ۶۱ زرو څخه واوښت
Aug 06, 2025 01:53 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د غزې د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ: د اسرائیلي رژیم د پوځ د بریدونو له امله د غزې د شهدانو شمېر له ۶۱ زرو څخه واوښت.
دې وزارت په یوه نوي بیان کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تر اوسه د اسرائیلي پوځ د بریدونو د شهداو او ټپیانو تازه احصائیه خپره کړه.
د دې وزارت په وینا تر دې دمه ۶۱ زره او ۲۰ کسان شهیدان شوي دي.
همدارنګه، د ټپیانو ټولیز شمېر ۱۵۰ زره او ۶۷۱ تنو ته رسیدلی دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۷ شهیدان روغتونونو ته انتقال شوي او ۶۴۴ کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم زرګونه کسان په غزه کې ورک دي او تر خاورو لاندې دي.
ټیګونه