په غزه کې کابو نهه لکه کسان اوبه او ډوډۍ نلري
پارستودي: اسماعیل الثوابتې وویل: په غزې کې کډوال فلسطینیان په خورا سختو او غیر انساني شرایطو کې ژوند کوي؛ د خوراکي توکو ډیر کمښت، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی او د روغتیايي خدماتو او سرپناه تقریباً بشپړه نشتوالی د دوي ژوند د بوږنونکي غمیزې ترحده رسولی دی.
پارس ټو ډې راپور ورکړی،د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفترمشر د جمعې په ورځ د غزې د جنوب د بحراني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او وې وئيل، په خانیونس ولایت او د رفح په مواصي سیمې کې کابو اته لکه نوي زره کسان له لوږې، د څښاک د اوبو له کمښت او د بېلابېلو ناروغیو له خطرې سره مخ دي.
اسماعیل الثوابتې وویل: په غزې کې کډوال فلسطینیان په خورا سختو او غیر انساني شرایطو کې ژوند کوي؛ د خوراکي توکو ډیر کمښت، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی او د روغتیايي خدماتو او سرپناه تقریباً بشپړه نشتوالی د دوي ژوند د بوږنونکي غمیزې ترحده رسولی دی. همدارنګه، په کورونو او موقتي استوګنځایونو کې ډیره ګڼه ګوڼه د ناروغیو او وباوو د خپریدو خطره په جدي توګه زیاته کړې ده. د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفتر مشرزیاته کړې چې په غزې کې اوسنی وضعیت یوه بېساري فاجعه ده، چې د نړیوالې ټولنې سمدستي مداخلت ته اړتیا لري څو بریدونه ودرول شي او سمدستي بشري مرستې ورکړل شي. هغه همدارنګه د صهیونیستي پوځ له خوا په لویدیځي خانیونس کې په الأمل محلې د وحشي ډوله او منظمو بریدونو خبر ورکړ او وې ویل: نیواکګر ځواکونه د هستوګنې ودانیو په ویجاړولو او چاودنو سره د ډله ایزې سزا کولو او د ښاريبیخ بینائي تاسیساتو د له منځه وړلو پالیسي تعقیبوي. د الثوابتې په وینا، دا کړنې، چې د نورو کورنیو د کډوالۍ او بشري بحران د لا خرابیدو لامل شوي، د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره خلاف ورزي او جنګي جنایاته دی.