حماس: نتانیاهو په قصدي توګه په خبرو اترو کې خنډونه جوړوي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i163696-حماس_نتانیاهو_په_قصدي_توګه_په_خبرو_اترو_کې_خنډونه_جوړوي
پارس ټوډی - د حماس جنبش یو لوړپوړي غړي وویل چې دا جنبش چمتو دی ترڅو هراړخیز تړون لاسلیک کړي  او د فلسطیني او صهیونیسټي بندیانو د خلاصون لامل شي، خو د اشغالګر رژیم لومړی وزیر په قصدي توګه د خبرو اترو په بهیر کې خنډونه رامنځته کوي. 
(last modified 2025-08-23T11:17:43+00:00 )
Aug 23, 2025 15:45 Asia/Kabul
  • حماس: نتانیاهو په قصدي توګه په خبرو اترو کې خنډونه جوړوي 

پارس ټوډی - د حماس جنبش یو لوړپوړي غړي وویل چې دا جنبش چمتو دی ترڅو هراړخیز تړون لاسلیک کړي  او د فلسطیني او صهیونیسټي بندیانو د خلاصون لامل شي، خو د اشغالګر رژیم لومړی وزیر په قصدي توګه د خبرو اترو په بهیر کې خنډونه رامنځته کوي. 

محمود مرداوي اعلان وکړ چې حماس د مصر او قطر د منځګړو له خوا د وړاندې شویو وړاندیزونو سره، چې د امریکا ملاتړ ورسره و، پرته له کوم شرط موافقه کړې ده، خو نتانیاهو د خپل مذاکراتي پلاوي له استولو ډډه کړې او د وخت ضایع کولو او بهانو په سیاست روان دی. 

نوموړي ټینګار وکړ چې حماس د هغه هر پلان سره مخالفت نه کوي چې د جګړې د درولو، د دواړو خواوو د بندیانو د خلاصون، بشري مرستو ته د لاسرسي او د فلسطیني لیدلوري پر بنسټ د بیارغونې لامل شي.