د غزې د شهيدانو شمېر ۶۴ زره او ۲۳۱ ته ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164188-د_غزې_د_شهيدانو_شمېر_۶۴_زره_او_۲۳۱_ته_ورسېد
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړ، چې د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې پر تړانګې د بریدونو له پیل راهیسې (د ۱۴۰۲ کال د تلې له ۱۵مې) تر اوسه ۶۴ زره او ۲۳۱ فلسطیني وګړي شهيدان شوي دي. 
(last modified 2025-09-05T01:35:28+00:00 )
Sep 05, 2025 06:04 Asia/Kabul
  • د غزې د شهيدانو شمېر ۶۴ زره او ۲۳۱ ته ورسېد

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړ، چې د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې پر تړانګې د بریدونو له پیل راهیسې (د ۱۴۰۲ کال د تلې له ۱۵مې) تر اوسه ۶۴ زره او ۲۳۱ فلسطیني وګړي شهيدان شوي دي. 

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۸۴ شهيدان او ۳۳۸ ټپیان د غزې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. 

د را پورونو له مخې؛ یو شمېر قربانیان لا هم تر خاورو لاندې یا په کوڅو کې پاتې دي او په مرسته کوونکو ډلو د بریدونو د شدت له امله هغوی ته رسېدل نا ممکن دي.

په دې توګه، د ۱۴۰۲ کال د تلې له ۷مې (د الاقصی طوفان) راهیسې د فلسطیني شهيدانو شمېر ۶۴ زره او ۲۳۱ او د ټپیانو شمېر ۱۶۱ زره او ۵۸۳ ته رسېدلی دی.