فلسطینی لیکوال: اسرائیل د امریکا د ستراتیژۍ پلي کوونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165052-فلسطینی_لیکوال_اسرائیل_د_امریکا_د_ستراتیژۍ_پلي_کوونکی_دی
پارس ټوډی - یوه فلسطینی شنونکي خبرداری ورکړی چې که د صهیونیستي رژیم پر وړاندې عملي اقدام ونه شي، نو باید د دې رژیم د نظامي تحرکاتو او په سیمه کې د نورو هېوادونو پر وړاندې د اقداماتو تمه وشي.
(last modified 2025-09-25T07:04:52+00:00 )
Sep 25, 2025 11:25 Asia/Kabul
  • فلسطینی لیکوال: اسرائیل د امریکا د ستراتیژۍ پلي کوونکی دی

پارس ټوډی - یوه فلسطینی شنونکي خبرداری ورکړی چې که د صهیونیستي رژیم پر وړاندې عملي اقدام ونه شي، نو باید د دې رژیم د نظامي تحرکاتو او په سیمه کې د نورو هېوادونو پر وړاندې د اقداماتو تمه وشي.

پارس ټودی د الجزیرې له قوله را پور وکړی، چې فلسطیني لیکوال او ژورنالیست «سیف‌الدین موعد» خبرداری ورکړی چې که په غزه کې د اسرائیل د جنایتونو پر وړاندې عملي ګامونه پورته نشي، راتلونکی پړاو به په عراق، سوریه، مصر او حتی ترکیه کې د نظامي تحرکاتو او تجزیې سبب شي.

موعد زیاته کړه چې له «کمپ ډیویډ» راهیسې د صهیونیستي رژیم په اړه بنسټیز حقیقت نه دی بدل شوی.

هغه وویل، عربي مشران په دې پوهیږي چې تل ابیب د «ځمکه د سولې په بدل کې» پر اصولو عمل نه کوي او د «دوه دولتونو حل» ته یوازې د تبلیغاتي وسیلې په توګه یې کتلي، ترڅو خپلې ژمنې وځنډوي او په ځمکه کې خپل واقعیتونه پلي کړي.

هغه زیاته کړه: سره له دې، د عربي نظام لویه برخه لا هم په شفاهي ژمنو، د امریکا په منځګړیتوب او هغو سرو خطونو تکیه کوي چې په حقیقت کې شتون نه لري.

له همدې امله، له مشروطې سولې څخه مو بې قید او شرط سولې ته او بیا داسې سولې ته ورسیدو چې په ضمني توګه د قدرت تر ترتیبونو پورې تسلیمي ده.

دې فلسطینی شنونکي ټینګار وکړ چې نن ورځ اسرائیل یوازې یو خپلواک عامل نه دی، بلکې د امریکا د ستراتیژۍ پلي کوونکی دی، چې موخه یې په لویدیځې آسیا تسلط او د نړیوالو سیالانو مهارول دي.

متحده ایالات غواړي د تیلو او ګازو پر سرچینو او سمندري لارو کنټرول ولري.

په دې چوکاټ کې، اسرائیل د واشنګټن لپاره یوه ثابت الوتکې لیږدونکې کښتۍ ده؛ یوه وسیله چې واشنګټن یې د هېوادونو د چلند بدلولو یا تصمیمونو د تحمیلولو لپاره کاروي.

موعد وویل: په اسرائیلي ذهنیت کې، د سیمې نقشه پراخه ده او شاوخوا هېوادونه د حیاتي او خلاصې فضا په توګه ګڼل کیږي چې هر کله شرایط برابر شي، بیا جوړیدلی شي.

هغه وایي، توسع غوښتونکي نظریات نور په کتابونو او کنیسو کې بند نه دي، بلکې په عملي سیاستونو بدل شوي دي.

د هغه په وینا، صهیونیستي پروژه د یهودي ماډرن هویت پر بنسټ د غیر ویشل شوې ځمکې، د اسرائیل د استثنایي والي او د یهودي ټولنې د دایمي تقدس او ګواښ پر اساس بیا رغولې ده.

موعد زیاته کړه: هغه څه چې نن په غزه کې د نسل وژنې په توګه روان دي، یو روښانه مثال دی: وژنه په تدریجي ډول اداري پروسې ته، بې کوره کیدل لوژستیکي انتخاب ته، او محاصره او لوږه د اسرائیل لخوا د فشار سیستماتیکې وسیلې ته بدله شوې ده.

په لوېدیځه غاړه کې هم د ځمکې نیولو، الحاق او یهودي کولو بهیر دوام لري.

په سوریه او لبنان کې هم د رژیم د باج اخیستنې پالیسي د دوامدارو بریدونو له لارې پلي کیږي.

دې عرب شنونکي د لویدیځې آسیا د هېوادونو د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې حل نه په لوېدیځ او نه په ختیځ پورې تړاو لري، بلکې د سیمې په کچه د یوه خپلواک تاریخي-سیاسي-اقتصادي-نظامي بلاک په جوړولو کې دی.

هغه وویل، که عربي او اسلامي نړۍ داخلي یووالی، سیمه ییز تفاهم او د نړیوالو اړیکو هوښیار مدیریت ولري، نو د صهیونیستي پروژې جوړښتي کمزورتیاوې به روښانه کړي.

موعد زیاته کړه: موږ باید د بدلون مدیریت ته حرکت وکړو، که نه نو موږ به صهیونیستي پروژې ته وخت ورکړو او ماتې به د راتلونکو نسلونو لپاره په میراث پریږدو.

په پای کې، «سیف‌الدین موعد» وویل: تر ټولو بد تاریخي برخلیک د هغه ملت لپاره دی چې پوهیدل یې خو اقدام یې ونه کړ؛ او تر ټولو رښتینی وینا په ازموینې ساعت کې د هغه ملت ده چې خپله پوهه یې په تصمیم، اراده او عملي ګامونو بدله کړه او وویل: موږ بالاخره د خزان پر دیوالونو ټکولو پیل کړ.